پاکستاني پوځ؛ دپښتون ژغورنې غورځنګ پر لاریون بریدکړی؛ یوشمېرغړي یې ټپیان کړي

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۵ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
راپورونه وايي چې پاکستاني پوځ د پښتونژغورنې غورځنګ پر یوه لاریون ډزې کړي ، یوشمېرغړي یې ټپیان او نیولي دي .
د راپورونو له مخې نن په شمالي وزیرستان کې د زرګونو کسانو په ګډون یو ستر لاریون راوتلی و او ټاکل شوې وه چې د پښتونژغورنې غورځنګ دوه پیاوړي مشران محسن داوړ او علي وزیر هم په دغه لاریون کې ګډون وکړي.
ویل کېږي چې پاکستاني پوځ پر دغه لاریون ډزې کړې دي او ۴۵ کسان یې ټپیان کړي دي.
ځینې راپورونه وايي چې محسن داوړ هم په دې پېښه کې ټپي شوی دی خو د پښتونژغورنې غورځنګ تر دې دمه پر دغه پېښه غبرګون نه دی ښودلی اونه یې هم رسنیو ته معلومات ورکړي دي.
ویل کېږي چې پوځ د علي وزیر او ډاکټر ګل عالم په ګډون د پښتونژغورنې غورځنګ ګڼ مهم غړي نیولي دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ نږدې دوه کاله وړاندې را وټوکېد اوهدف یې دپښتنو وحدت او دهغو پښتنو لټون دی چې له خپلو کورونو څخه ژوندي ورک دي لیکن د ژوند یې هیڅ درک نشته، داغورځنګ دیوشمېر کتونکوپه باور خورا په تېزۍ اوکامیابۍ سره روان دی.



