د ظلم غرونه را ونړیدل

ابو یاسر افغان

د کفر او د کفر د متحدینو په مرسته غاورو د صلیب زیره خورو زما د مظلوم ولس د وینو رودونه روان کړي، هره شپه چاپې، هره شپه بمبار، هره شپه یو څو میندې بورې، یو څو ناویانې کونډې، یو څو ګلالي ماشومانان په سرو وینو لمبیدلي، یو څو تنکي ځوانان په ځیګر لګیدلي، یو څو د خټو او ګټو کورونه د ډرون او بي دوه پنځوس ډوله بمونو نړولي، یو څو باغونه په اور سکاره شوي، یو څو کروندې د خپلو کرونده ګرو په وینو خړوبې شوي، یو څو کلي د ویر او ماتم په ټغر ناست وي….

د واک پر ګدۍ ناست د صلیب زیره خواره د اشرف غني د مرتدې ادارې اجیر چارواکي په داسې حال کې د خپلو بادارانو په مرسته د مظلومو افغانانو قتل عام ته دوام ورکوي چې دا ولس مخکې هم د لوږې، غریبۍ، ګرانۍ، وچکالۍ، بې روزګارۍ، جنګونو او وحشتونو د لاسه له تیرو څلورو لسیزو راهیسي  په لوی امتحان کې را ایسار دی.

هره شپه امریکايي درنده ګان د خپلو افغاني حرمونو په مرسته د بې ګناه ولسي وګړو پر کلیو کورونو چاپې وهي، د مسافرو موټرې ولي، روغتونونه او ښوونځي، مدرسې او مسجدونه نړوي، د اسلام او اسلامي فکر په جرم لسګونه مسلمان ځوانان نیسي او د زندان د تورو تمبو شاته یې اچوي….

دا یوه شپه نه ده، یوه ورځ نه ده، دا نږدې اتلس کاله وشول چې له کومې ورځې صلیبي تاړاکګر دې خاورې ته را داخل شوي نو پر دې مظلوم ولس یې د ظلم غرونه را نړولي، تازه چې د بلیک واټر حرموني هم افغانستان ته راغلي نو هر سهار چې خبریږو د هیواد په یوه نه یوه سیمه کې یې بې ګناه مظلوم افغانان په خپلو وینو لمبولي وي، معصوم ماشومان، سپين ګیري او میرمنې یې په مرمیو سوري سوري کړي وي، مسجد او مدرسه یې نړولي وي، خټین کورونه یې نړولي او د کور لوښو ته یې اور اچولی وي؛ هوکی! دا یوه ورځ نه ده یوه شپه نه دا اوس معمول جوړ شوی دی.

خو زه دومره ویل ضروري ګڼم چې! ای د کفر په تنخوا مستو عسکرو، ای د کفر په خوښه، د کفر په ملاتړ او د کفر لپاره په د خدمت په موخه د رامنځته شوي اجیر او غلام رژیم پلویانو! د دې دا ویني به رنګ راوړي، دا ولس به د خپلو وینو پور ضرور اخلي، د دې ولس رب شته، دا ولس بې څوکه نه دی، ویني یې د اسلام په جرم تویږي او د اسلام د دین را نازولونکی متعال رب به تاسو د همدې مظلوم ولس په لاسونو د داسې ذلیل او عبرتناک انجام سره مخ کړي چې ستاسو راتلونکو نسلونو ته به هم د عبرت درس شي.

متل دی چې له آزاره چا بازار موندلی نه دی… ستاسو د ظلم او وحشت دا سلسله به تر څو روانه وي خو دا مه هیروئ چې تر تاسو وړاندې نورو د کبر او غرور په نیلۍ سپرو هم دغه ډول د ظلم او وحشت حربې استعمالولې د خپل ناروا رژیم د دوام لپاره یې د مظلومو ولسونو ویني تویولې خو په پای کې الله جل جلاله د داسې عبرتناکو ماتو او انجامونو سره مخ کړل چې تر نن ورځ خپل ځانته په ښېرا دي، زه تاسو ته دا هم ویل غواړم چې: نه به تل دا صلیبي امپراطوري وي، نه به دا د کفر مجهزې خو بې ایمانه لښکرې وي او نه به د افغانانو دا بې وسي او مظلومیت، بلکې د ظلم پایله ډېره عبرتناکه او خطرناکه وي، که تاسو خپلو ظلمونو ته د منحوسې او مردودي ډیموکراسۍ  د دوام او حاکمیت په هدف دوام ورکوئ نو بیا هغه ورځ هم مه هیروئ چې ستاسو سره به ستاسو د هر عمل او هرې کړنې پوره پوره حساب کیږي.

حسبنا الله و نعم الوکیل

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button