راپورتاژ : عقاب افغان الحنفي
څو ورځې وړاندې دولسمشر سترسلاکار جنرال حبیب احمدزی په یو تلویزون کې راڅرګند شو او یوشمېر پټ رازونه یې افشاء کړل.
احمدزی که څه هم ددولت پلوو له کلک غبرګون سره مخ شو، خو یواځې دانه چې نوموړی په خپل دریځ او څرګندونو ټینګ پاتې شو؛ بلکه دده دکړیو ادعاوو دتائید لپاره یوې پخوانۍ دولتي کارمندې هم دتائید مهر ته ټک ورکړ.
جنرال احمدزي دخپلې استعفا لامل په ارګ کې دفحشا خپراوی، اودجنسي اړیکو اوج ته رسېدا یاده کړه.
له دې سره همهاله یوشمېر مخالفینو او موافقینو داحمدزي په خبرو مختلفې څرګندونې کړي.
دسوشل میډیا یوشمېر فعالانو دده دخبرو په تائید کې لیکنې کړي، خو یوځای یې دملامتۍ ګوته ور اړولې چې ولې دا رازونه پخوا افشا نشول.
یو فعال افغان د ارګ اوفحشا ترعنوان لاندې دیوشمېر دولتي چارواکو دنومانو له ذکر کېدا سره لیکلي، د دې سړي(احمدزي) دشخصیت په اړه هم ملاحظات شته، اما څه یی چې وئيلي حقیقت لري.
ارګ کې د میرمنو خصوصاً پيغلو څخه د ارتقأ په بدل کې د وزیر اکبرخان، شهرنو، کارته ۳ شخصي میلمستونو کې د خصوصي پارټۍ، او یا د ګواه، دوبۍ، استانبول لنډ چکر غوښتنه کیږي. او بیا یی د ګمارنې پيشنهاد د ولسمشر د میز پر سر ایښودل کیږي.
په دې اخلاقي فساد ډيرۍ ارګخیل اخته دي، چې واړه یی بیا لویانو ته سپلای یا مردګاوي هم کوي. له دې ډلې شکرالله مشهور په مشعل، سلام رحیمي ته سپلای کوي، چې ښه بیلګه یی منیره یوسفزاده ده.
او داوود نورزی سره داجمل غني وزیراکبرخان کې د فُلبرایټرانو سره بربندې پارټيانې کوي. د خارجي سفرونو لړ کې د ډيوه صمد او داوود نورزي د استانبول یو هفته یي چکر ته اشاره کوو چې د راستنیدو سره یی جوخت ډيوه صمد د عامې روغتیا وزارت مرستیاله وټاکله.
ددې راپور پردوام دافغان ښځو شبکې هم ورته ادعاوې کړي،
د افغان ښځو شبکه وایي، د ولسي جرګې د انتخاباتو پر مهال ګڼې ښځې له جنسي ځورونو سره مخ شوې دي.
دې شبکې په خپلو پنځه میاشتنیو څېړنو کې موندلې چې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ د انتخاباتو په پروسه کې جنسي ځورونو او نامشروع غوښتنو په سیاسي چارو کې د ښځو د ګډون پر وړاندې ستونزې جوړې کړې دي.
د دغې شبکې د عدالت غوښتنې د برخې مسؤلې روبینا همدرد رسنیو سره د دغې څېړنې د شریکولو پر مهال وویل:
“په سیاسي برخه کې د ښځو د جنسي ځورونو لوړه کچه هغه څه دي چې د دې لامل ګرځېدلې چې ښځې ځانونه نوماندې نهشي کړای او یا هم له خپلو رأیو ګټه وانه خلي.”
دافغان ښځو شبکې دغه څېړنه د هېواد په ۷ زونونو کې ترسره کړې او په ترڅ کې یې له ۵۵۲۵ کسانو سره مرکې کړې دي.
تر دې وړاندې په افغانستان کې له انتخاباتو څخه د څار یو شمېر بنسټونو هم د دې موضوع په اړه ویلي وو.
د معلوماتو له مخې، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ټول افغانستان په کچه ۴۱۷ ښځینه نوماندانو، سلګونه زره ښځینه رأیې ورکوونکو او دغهشان په ډېر شمېر سره هم ښځینه څارونکو ګډون کړی و.
په همدې حال کې له کابله ولسي جرګې ته نومانده فهیمه بابکرخېل ازادي راډیو ته وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د پخوانۍ رهبرۍ غړو ترې ناوړه غوښتنې مطرح کړې وې.
دا زیاتوي:
“یوه ورځ د انتخاباتو د کمېسیون له چارواکو راته زنګ راغی او ځینې خبرې یې راته وکړې، بله ورځیې بیا راته زنګ وواهه، راتهیې وویل چې غواړم ودې ګورم، ډېره مهمه خبره ده، ما ویل، څنګه؟ بیا یې راته یوه خبره وکړه چې هېڅ راباندې ښه ونهلګېده، ویېګواښلم او راتهیې وویل، که رأیې هم ولرې، بریالۍ کېږې نه او موږ د سایټونو تر شا یو که وغواړو رأیې زیاتولی او یا هم کموالی شو.”
همدا شان نظیفه بارکزۍ چې د ولسي جرګې د انتخاباتو پر مهال په ننګرهار ولایت کې یې د څارونکې په توګه دنده ترسره کوله، وایي چې په دغه ولایت کې د ناامنیو تر څنګ جنسي ځورونو هم ښځو ته ستونزې جوړې کړې وې.
دې زیاته کړه:
“په ننګرهار کې هغه ستونزې چې موجودې دي، خویندې په رښتیا هم له زیاتو ستونزو سره مخ وې، یوه یې د جنسي ځورونې او بله د هغوی نهخوندیتوب وو.”
اخوا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نوي مسؤلین دا ستونزې مني او وايي چې په راتلونکي کې یې د دا شان ستونزو د مخنیوي لپاره طرحې برابرې کړې دي.
له جوزجان ولایت څخه هم یوشمېر مېرمنو له ورته مشکلاتو پرده پورته کړې، دې ولایت کې دولتي مامورينې او دولت کې مقررېدونکې مېرمنې وايي، له ګڼو جنسي ځورونو سره مخ دي.
سلام وطنداره، د جوزجان د اوسېدونکې فوزيې له خولې وايي، چې دولتي دندو کې د مقررۍ پر وخت پر پیسو سربېره ترې نا مشروع غوښتنې کېږي.
هغه وايي، دلته دا یو ذهنیت دی چې له ښځينه همکارې باید د جنسي اړیکي غوښتنه وشي.
د جوزجان یوې بلې اوسېدونکې شریفې سرچينې ته ويلي، څو ځلې يې ځينو ادارو ته د کار لپاره سر ور ښکاره کړی، خو د دندې په بدل کې ترې پرلپسې نا مشروع غوښتنې شوې دي.
په جوزجان کې د بشري حقونو ساحوي دفتر مشر مغفرت صميمي هم منلې چې د دې ولایت په دولتي ادارو کې ښځينه کارکوونکي له جنسي ځورونو سره مخ دي.
خو یوشمېر جوزجانۍ مېرمنې بیا تور پورې کوي چې تر دې وړاندې هم په دولتي ادارو کې د ښځينه همکارانو د جنسي ځورونې شکایتونه رسنیز شوي دي، خو په اړه يې کوم جدی ګام نه دی اخیستل شوی.
ددې بې شرمیو پر دوام څه موده وړاندې د سرپل ولایت دمخکیني والي 《یارو》په څنګ کې د څوو ښځو سره یوځای ویستل شوي عکسونه رسنیز شول چې له خپرېدو وروسته حکومتي سرچینو د دې ولایت په مقام کې د اخلاقي فساد خبرونه هم ورکړل.
یوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل چې د سرپل والي《 یاور》 له خپلو صلاحیتونو نه په ګټنې د ولایت مقام د شپې له لوري د خپل «وختتېري» په توګه کاروي.
په ولسي جرګه کې د سرپل استازی حمیدالله بیک هم دا موضوع تاییدوي او وايي چې ده ته هم دا ډول اطلاعات رسېدلي دي.
ښاغلی بیک له مسوولانو د دې قضیې د څېړنو غوښتنه کوي او زیاتوي، هغه څوک چې له وظیفوي صلاحیتونو ناسمه استفاده کوي، باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د خواله رسنیو چلوونکي دا تصویرونه د ثبوت له پاره د اخلاقي فساد په نامه لاسپهلاس کوي.
د سرپل اوسېدونکي هم د دې ولایت د والي یاور خالد ترکمن عکسونو خپرولو په غبرګون کې وايي چې د محلي حکومت په جوړښت کې د دا ډول فحاشي طلبو کسانو موجودیت؛ د حکومت په اړه د دوی نظر بدل کړیدی.
دوی له مرکزي حکومته غواړي چې د سرپل ولایت مقام ژر تر ژر پر اخلاقي فساد د ککړو کسانو له حضوره پاک کړي.
څه موده وړاندې ګارډین ورځپاڼې د هېواد د ښځينه فوټبال یوې پخوانۍ غړې خالدې پوپل له خولې رپوټ ورکړی وو چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشرتابه نجونې جنسي او فېزیکي ځوروي. چې بیا ولسمشرۍ ماڼۍ د افغانستان فوټبال فډراسیون کې د فوټبال د ښځينه لوبغاړو د جنسي ځورونې پر څېړنې ټینګار کړی وو، خولایې هم پایله نده مالومه.
هماغه وخت هم افغانانو ددولت هره چوکۍ او هر پوست له جنسي فساداتو ډک او بوین بللی وو.
د وردګ ولایت لپاره څو میاشتې مخکې مقرر شوې ښاروالې ظریفه غفاري هم ادعا کړې چې د رئیس جمهور مشاور محمد موسی هوتک ورته دجنسي اړیکو په بدل کې دښاروالۍ دنده سپارلې.
یوشمېر څېړونکي بیا وايي چې هرولایت دسرپل، جوزجان، اوکابل پشان د ورته پېښو شاهد دی، خونه هم رسنۍ اونه هم افراد کولی شي چې دا راپورونه رسنیز کړي.
یاده دې وي چې دې موضوع په غربي رسنیو کې هم سخت شورش اخیستی او ورته فحاشۍ یې دغربۍ قوانینو په رڼا کې هم عیب، اوعاملین یې دسختې سزا مستحق یادکړي.


















