شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د تاریخ ترټولو نامرده جګړه امریکا کوي!

عاصم نشرونکی: عاصم
مې 27, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
17
ځلې شریک شوی
216
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال : امین وردګ

په افغانستان کې اوس نړۍ خور ښامار (امریکا) تر ټولو نامرده جګړه روانه کړې .

دا هم ولولئ

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

امریکایانو چې کله په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په افغانستان حمله وکړه ، بهانه یې اسامه ابن لادن ؤ ـ چې هغه يې هم باالآخره څو کاله وروسته په اېبټ آباد د پاکستان کې له منځه یووړ! -.

دوی په لومړي سر کې سخت په هوایي او ځمکنیو  وسائلو مجهز راغلل او په ډېر غرور او کبر سره یې زموږ ګران ټاټوبی اشغال کړ.

دوی له را تګ سره سم ټول هغه افغان جکړه ماران له ځانونو سره ملګري کړل چې په نړیواله سطحه مجرمین بلل شوي وو او په خپلمنځي جګړو کې یې ټول هغه انساني او بشري قوانین تر پښو لاندې کړي وو چې په بین المللي قطع نامه کې یې هم جرم ثابت ؤ او دی.

مګر بین الملل هم د هغوی په وحشتونو پردې واچولې او د دوی په ټولو ناوړه  کړنو یې سترګې پټې کړې.

نه یوازې دا چې ویې بښل ! بلکې په لوړو پوستونو او ارزښمنو تحائفو یې هم راته و نازول او غاښونه یې لا ورتېره کړل.

بیا یې نو افغانستان کور په کور وکوت ، تر څو داسې څوک پيدا کړي چې د دوی مقابلې ته ور ووزي.

مګر هېڅ داسې څوک یې په طول د یوه کال کې پيدا نکړ چې له دوی سره مقابلې ته یې زړه ښه کړی وای.

چې کله دغه کار ګټه و نه کړه ، نو یې نقشه واړوله او داځل یې داسې فریب جوړ کړ چې عادي خلک به یې له کورونو را ایستل ، بیا به یې ښه غټ نوم پرې کېښود او هغه به یې د کیوبا غیر انساني بندخونې ته یووړ او هلته به یې بیا (پرته له دې چې دوسیه یې و څېړل شي او جرم یې ثابت شي ) په ځنځیرونه وتړلو چې تر کلونو – کلونو به هملته پروت ؤ.

خو بیا یې هم څوک مخې ته خنډ نه شول ؛ تر دې چې د مقدساتو په توهین او د نوامیسو په تحديد یې لاس پورې کړ ، چې موږ په لسوګونو داسې پېښې لرو او هېڅ باوجدانه کس نشي پرې منکرېدای.

لنډه دا چې ؛ د دوی له اشغال څخه نږدې دوه نیم کاله وروسته (د طالبانو په نوم) بیا افغان مبارزین راپورته شول ؛ چا به ویل لېونیان دي ، چا به ویل دا دوی په خپله روزلي ، چا به څه ویل او چا څه… تر دې چې افغاني لښکرې یو ځل بیا ـ تر واحدې قوماندې لاندې ـ د افغانستان په ګوټ ګوټ کې راوټوکېدلې او په غربي
ښکېلاک یې بې ساري ناتار جوړ کړ.

بیا نو چاپې پسې پيل شوې ؛ نن په هغه کلي کې ، سبا په دغه او بله ورځ په هغه بل… کې.

چاپو نو بیا لومړی عام وګړي دومره و بېرول ، چې زیاترو تورسرو به آن هغه خپل اولادونه هم ضایع کول.

په کومه شپه به چې چاپه وه ، داسې به انګېرل کېده چې ګني په بمونو به یې په لسګونو کلي نړولي وي ، خو چې سبا به د پېښې ځای ته خلک ورغلل ؛ یا به یې یو جومات او دوه کوره نړولي وو ؛ یا هم یو کور او دوه،  یا یو جوماتونه.

دوی چې اوس هم کله شپنيٍ عملیات کوي ، یا په عامه اصطلاح چاپې وهي ؛ نو تخمیناً ۳۰۰ کیلومتره مربع ساحه د ډرون یا ‌B52  الوتکو په واسطه په حلقه کې راولي ، همدا راز… تخمیناً 55  کیلو متره مربع ساحه د چورلکو (چې په عامه اصطلاح کې جنګۍ ورته ویل کيږي) په حلقه کې نیسي او بیا له مختلفو زاویو څخه په همغه یوه ځای مرمۍ اوروي ؛ ځکه خو هغه وخت سړی سم نه پوهيږي چې غم په کوم کلي او یا کوم کور دی ؟ که نه!  په ټوله دره قیامت جوړ دی؟

د تشو ورکتلو حق هم څوک نه لري !

که په دغې کړۍ کې (چې دوی اشغال کړې) کومې تورسرې د خپلې کوټې له کړکۍ څخه دېباندې وکتل هم په سرـ سر ويشتل کيږي.

غل د شپې له خوا ښه راحت کولای شي چې د چا کورته ورشي ! ځکه چې د چاپې په وخت کې له کوټې د راوتلو اجازه نشته ، آن په ځای کې هم که څوک ناست او یا ولاړ وليدل شول ؛ هغه بیا د وحشیانو له خوا په مرمیو ویشتل کيږي.

نو که غل کوم کور ته ورشي هم هغوی سم نه پوهيږي چې غله دي که چاپه ده؟

نو ځکه خو د شپې له خوا سړی غله ته د وروتلو جرئت هم نشي کولای او بله  دا چې ؛ وسلې هم په کورونو کې نشته ! هغه ځکه : که په کوم کور کې کچه وسله هم ګير شوه ؛ هغه کس طالب دی،  یا به ځای پر ځای ویشتل کيږي او یا به بیا ۱۵ کاله زندان تېروي.

چې کله یې کوم کورته زړه وشي ، په سړه سینه یې بمباروي ! هغه نو که هرڅومره تورسرې او ماشومان پکې شهیدان شول ؟ سبا بیا څوک د سولئيزې مظاهرې قدر حق هم نه لري ؛ که وغواړي چې خپل بې ګناه ماشوم جسدونه لویو لارو ته راوباسي ؛ هغه بیا د کابل ادارې له پوستو څخه په ډزو ویشتل کيږي ؛ ما نا دا چې هر وحشت امریکایان کوي ، افغان ملګري یې په دوه چنده ورسره شریک دي ! ځکه چې پردې یې کوي او نه غواړي چې نور افغانان پرې خبر شي.

رسنۍ هم ګونګې دي،  یوازې زوګربروک دی که څه بلا؟  دغه سړي لږ فیسبوک کې اجازه کړې،  کنه خدای خبر چې لا به څه پسې کېدل؟

خو د دغو ټولو وحشتونو سره ـ سره  بیا هم اصیلو افغانانو د دوی غیر انساني قوانینو ته سرونه خم نه کړل او مرګ یې تر ارګ ښه وبللو.

تر دې چې د الله په جوماتونو پسې يې راواخیسته.

محض بهانه ! چې کله یې د ډرون کېمرو له لارې کوم جومات خوښ شي او له ځان سره ووایي چې:  دا خو ښه جوړ شوی او یا جماعت ډېر دی پکې (مانا خلک یې دینپرست او متقیان دي) بس یې ورته کش کړي،  یا د شپې چاپه پرې ووهي او په  جيټو یې بمبار کړي ؛ سبا چې خلک ورشي ؛ یا څو مونځ کوونکي او یاهم ، یو یا دوه طالبان له خاورو راوباسي.

همداراز…په زندانونو کې هم له افغانانو سره هغه سلوک کيږي چې په انساني قاموس کې قطاً نشته.

چې نوره لاره پرې ورکه شي ، بیا نو د ښارونو خوا ته مخه کړي (!)

له ډېرې لوړې فضا څخه د ښار په منځ کې (چېرې چې د تورسرو او ماشومانو یا سپينږيرو ښه ګڼه ګوڼه وګوري) توغندي را وتوغوي ، بیا نو نوم هم د ((انتحاري!؟)) پرې کېږدي.

لوی ټکي: افغانستان کې د امریکا جگړه
مخکینې مطلب

وسلوالو داجرائیه رئیس سلاکار نورمحمد عرب وژلی

بل مطلب

2- "تحفۀ تو، کفن من!"

ځانګړي مطالب

خبرونه

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    19 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com