وسلوالو داجرائیه رئیس سلاکار نورمحمد عرب وژلی

کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۶ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

 راپورونو وایی چې ناپېژانده وسله والو د کندوز ښار په کوچه باغ سیمه کې د اجرایه رییس سلاکار نور محمد عرب وژلی دی.

 ویل کېږي چې وسله والو له یوه موټر په استفادې د اجرایه رییس پر سلاکار برید کړی دی او هغه یې وژلی دی. په پېښه کې یو کس ټپي شوی هم دی.

 امنیتی مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ویل کېږي چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

نور محمد عرب د ډاکټر عبدالله عبدالله د سلاکارۍ تر څنګ په کندوز کې د عرب قوم د انسجام د شورا مشر هم وو.

د اجراييه رياست وياند فريدون خوځون هم د نوموړي وژنه تائيد کړې ده او ويلي يې دي چې نور محمد عرب په کندز ښار کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.

تر اوسه ددې بريد مسؤليت چا په غاړه نه دی اخیستی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button