خاکسار
دا چې د حقايقو درکو کوونکو او رښتينو افغانانو لا د امريکايي يرغل له پيله ويل چې د افغانستان حکومت د امريکا پروژه ده او د دغې پروژې په رأس کې د ولسمشر انتخابېدل او نورې ټولټاکنې هسې عبسې خبرې دي او دا ټولې د يوې مسخرې او ټوکې معنا لري خو ځينو هغو خلکو چې ځانونو ته مفکرين او پرمختللي خلک وايي، ښايي اوس پرې پوهېدلي وي.
که ووايو چې کله چې يو شرکت يا کمپنۍ له يوه ټېکدار څخه په يوه ځای کې يو کار په پورته توګه په خپله ولکه کې ونيسي او د قرارداد په ترڅ کې د پرژې اخيستونکی او ورکوونکی سره ووايي چې نوموړې پروژه به په دومره ټاکلې موده کې بشپړووم، که مې بشپړه نه کړه نو بيا به يې له ما څخه اخلې او هر چا ته يې چې سپارې.
همداشان کله چې د افغانستان اداره کرزي ته سپارل کېدله هو به هو د پرژې په شکل وه، ځکه چې د شنونکو له نظره يو خو د کرزي واکمنۍ سبوليکه بڼه درلودله او ټول واک له امريکا سره وو، بل دا چې امريکا کرزي ته د دغې پروژې د بشپړېدلو لپاره تقريباً څوارلس کاله وکتل تر څو کرزی وکولی شي امريکايانو ته ځان خادم ثابت کړي او د پروژې د تکميل لپاره هر اړخيزې هلې ځلې وکړي، او په وړاندې يې امريکا هم د پرژوې د تکميل لپاره بل څوک د کرزي پر ځای مقرر نه کړي.
خو لنډه دا چې څوارلس کاله وروسته چې کرزي په هغه شکل کار ورنه کړ کوم شکل چې امريکايانو تمه لرله، نو يې د انتخاباتو په نوم غولوونکې پروسه پيل کړه، د غولوونکې پروسې په ترڅ کې چې تقريباً شپږ مياشتې جنجال پکې وو؛ حکومت د جانکيري په لاس په دوو برخو ووېشل شو او په پای کې د اشرف غني په نامه په ټوله معنا يو سبموليک شکل پر افغاني ټولنې مقرر شو.
که د امريکا لپاره کرزی او ولسشمر غني دواړه یو ډول څېرې دي، د دواړو اهميت هم ورته يو ډول دی، خو بيا هم ولسشمر غني ته امريکايان خپلو ګټو ته د رسېدلو لپاره زيات اهميت ورکوي. او هغه ځکه کله به چې د کرزي په دوره کې به که چېرته امريکايانو په کومه سیمه بې درېغه بمبارد وکړ نو د کرزي ځينو جنرالانو يا هم حومتي ځينو خلکو به هم د مکارې اوښکې پرې تويولې، چې امريکا ته دغه کار بلکل ناخوښ وو، نو ځکه يې د ولسمشر غني غوندې څېره وټاکله چې اوس دا دی ګورو چې پر ولس ړندې بمبارې، وحشتونه، او نورې ډول ډول ناخوالې د امريکايانو او ګډ حکومت لخوا روانې دي، مګر د يوه دولتي مامور له لوري هم دغه بمبارونه ونه غندل شول، ان تر دې چې خپله د حکومت اردو هم په مشخصو بمبارونو کې په نښه کېږي، خو دولت بيا هم يوازې نه دا چې د غندلو جرأت نه لري بلکې دغه بريدونه ستايي هم.
د ولسي وګړو مرګ ژوبله د طالبانو مرګ ژوبله بولي او د اردو، پوليسو، اربکيانو، مرګ ژوبله بيا په ډېر غجيب و غريب انداز کې توجيه کوي، کله چې اردو بمبار شي او دغه بمبارد هېڅ عامل او علت ونه لري نو وايي چې ګواکې نړيوالې ټولنې ته غلط کوردينات ورکړل شوي دي، که چېرته پر اردو او پولسيو بمبارد عامل ولري او عامل هم دا وي چې د طالبانو په زندانونو کې اردو او د دولتي ارګانونو نور اشخاص بنديان وي نو بيا خو بهانه بلکل جوړه ده بيا نو دولت ته سرخوږی نه وي، ځکه چې اسانه خبره ده په رسنيو کې دولت بيا وايي چې دغه بمبارد په طالبانو باندې تر سره شوی دی، بلکل دا مني نه، چې ګواکې هغه دولتي مامورين په دغه بمبارد کې وژل شوي دي کوم چې له طالبانو سره بنديان وو.
نو د ليکنې په پای کې سړی دا نتيجه اخيستلای شي چې که څه هم د کرزي په وخت کې به هر لوړ رتبه مامور دا هڅه کوله چې په خپله څوکۍ برقرار پاتې شي او کوچني مامور به بيا دا هڅه کوله چې څوکۍ يې يو څه نوره هم لوړه شي او رتبه ورکولو شي، مګر اوس چې وخت پر وخت لوی لوی جنرالان او نور دولتي لوړ رتبه مامورين له دولت څخه استعفا ورکوي او بيا په دولت پسې په رسنيو کې خوله چوله کوي او د دولت ټول دنني رازونه افشاء کوي نو سړی دې نتيجې ته رسېږي چې د ولسمشر غني واکمني په هېڅ ډول افغانانو ته د منلو وړ نه ده او نه هم د توجه وړ ده، ځکه نو هغه دولتي مامورين چې لږ هم افغاني احساس په ځان کې ولري، له ولسمشر سره په دولت کې له کار کولو څخه استعفاء او په کور کېناستل غوره بولي. چې غوره مثالونه يې مونږ او تاسو په خپلو سترګو وينو، د مثال په ډول به د څو لوړ رتبه مامورينو نومونه راواخلو:
لومړی ځل خو فاروق وردګ او د ده ټيم وو، چې د خپلې استعفاء لاملونه يې د ولسمشر غني او حنيف اتمر له لوري له پاکستان سره د ډيورنډ کرښې لاسليک کول او همدې ته ورته نور عوامل ښودل. همداشان په وروستيو کې له حکومت څخه د ملي امنيت د سلاګار حنيف اتمر لرې کېدل او بيا ورته بهانې کول چې د ولسمشر غني د دورې په پای کې ان ولسمشر ته اخطار هم ورکړ، له دې وروسته د نورو دولتي مامورينو تر څنګ د حبيب الله احمدزي استعفاء چې نوموړی د ولسمشر غني له لويو کمپاينرانو څخه هم وو. او پخپله هم اقرار کوي چې ګواکې ما له ولسمشر څخه د خدمت تمه لرله خو هېڅ د خدمت سړی نه برېښي نو ځکه مې استعفاء ورکړله.
















