طالبانو دوه پوستې او نهه عسکر ژوندي نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۷) 

طالبانو په کندز او لوګر کې پر امنیتي پوستو بريدونه کړي چې په وينا يې دواړه پوستې يې نيولي او عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو رسنيو ته په ليږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د کندز خان اباد په چهارتوت سيمه کې د یونیم سل اربکيان قومندان رقيب، او قومندان مرجان په شمول درې اربکيان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.

طالبان وايي، د جګړې په ترڅ کې يې پوسته او د يادې پوستې پنځه عسکر ژوندي نيولي راپور کې زياتوي چې یادې پوستې ته پر کومکي عسکرو بريد کې هم نهه عسکر وژل شوي او د هغوی دولس ميله وسلې طالبانو ته په لاس ورغلي.

دغه راز په يوه بل خبر کې ويل شوي چې طالبانو د لوګر د برکي برک ولسوالۍ برکي راجان سيمه کې د پوليسو مرکز نيولی، لس عسکر وژل شوي، څلور طالبانو ژوندي نيولي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د پوليسو یو ټانګ پنځلس ميله وسلې، وسائط او مهمات هم طالبانو ته په لاس ورغلي دي.

طالبانو د الفتح عملياتو له پيل راهيسې د هيواد په بیلابيلو سيمو کې لسګونه دولتي، پوستې، پوځي مرکزونه او يو شمير ولسوالۍ نيولي او د هرې ورځې په تيريدو د خپل واک سیمه لا نوره پراخوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button