کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۷ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
په مسکو کې د افغانستان او روسیې د ډیپلوماټیکو اړیکو دسلمې کلیزې لمانځغونډې ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون افغان سیاسیونو او د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون طالب استازي خبرې کړې دي.
دوی ټولو پر سوله او یو بل منلو ټینګار کړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاروف ویلي، ډیپلوماسي د افغانستان د کشالې د سوله ییز حل یوازینۍ لار ده.
په ورته وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وویل، دوی سولې ته ژمن دي خو لومړی باید اشغال پای ته ورسېږي. پخواني ولسمشر کرزي څرګنده کړه چې دوی د سولې په خبرو کې د روسیې د رول ستاینه او هرکلی کوي.
بلخوا د جمعیت ګوند اجراییه مشر عطا محمد نور وویل، په افغانستان کې سولې ته د رسېدو برخه کې شته ستونزې او خنډونه باید لرې او ټول اړخونه یو بل ومني.
د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي هم د سولې خبرو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د تسلیمۍ روحیه د هیچا لپاره هم د منلو نه ده.
دغه راز حنیف اتمر څرګنده کړې چې هیله لري دا به د روسیې، امریکا، چین او نورو هېوادونو په ملاتړ د منازعې د پای لپاره د جدي خبرو اترو پیل وي.
یاده دې وي چې نن به دافغان او وروس لمانځغونډه اوسبا به دطالبانو اوسیاسیونو ترمنځ په ازاده فضا کې دافغان کشالې دحل، اوددې فاصلې د راکمېدا لپاره هر اړخیز بحث تر سره شي.















