د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: بهرني ځواکونه دې افغانستان ژر تر ژره پریږدي

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۸)

روسیه وایي چې بهرني ځواکونه دې ژر تر ژره له افغانستانه ووځي او دا هیواد دې پریږدي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې بهرني ځواکونه باید په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.

لاوروف دا خبرې په داسې حال کې کوي چې نن مسکو د لوړ پوړو طالب استازو او پخوانیو حکومتي چارواکو کوربتوب کوي.

روسیې نن د افغانستان او روسیې ترمنځ د سل کلنو دیپلوماتیکو اړیکو لمانځغونډه جوړه کړې وه چې په دې غونډه کې د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال ملا برادر اخوند هم ګډون کړی وو.

دې غونډې ته د وینا پر مهال سرګي لاوروف بین الافغاني خبرو ته په اشارې وویل چې دی په ټولو خواوو غږ کوي ترڅو د داسې خبرو یو پړا پیل کړي چې په زیاته اندازه سیاسي او ټولنیز استازي پکې شامل وي.

د یادونې وړ ده چې سبا ته به طالب مشران د ځینو پخوانیو هغو چارواکو سره هم غونډه ولري چې مسکو ته د نني مجلس د ګډون لپاره تللي وو.

د دې افغاني سیاسیونو مشري پخوانی ولسمشر حامد کرزی کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button