جان بولټن: د امریکا په خلاف د ایران هر راز برید ته ځواب ورکوو

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۹غبرګولي، ۱۳۹۸)
د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو وضعیت لا هم د تاوتریخوالي په لور رهي دی او تر اوسه یو هیواد هم لا داسې ګام نه دی پورته کړی چې پیښ شوی کړکیچ لږ څه راکم کړي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن چې تیره ورځ متحده عربي اماراتو ته تللی وو او هلته یې هم د ایران په ضد څرګندونې کړې وې، نن یې بیا هم ایران تر سختو ګواښونو لاندې راووست.
بولټن ویلي، د ایران لخوا به په خلیج فارس کې د ټولو هغو ګامونو سخت ځواب ورکړي چې دا هیواد یې د امریکا او متحدینو په خلاف پورته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران له امریکا سره د خبرو اترو نه ډډه کړې او له امریکا سره خبرې یې د ماتې په مانا بللي دي.
د ایران او امریکا وروستی کړکیچ که څه هم د ټرمپ له ولسمشر کیدو سره سم پیل شو خو په دې وروستیو کې هغه وخت ډیر زیات شو چې امریکا په ایران ځیني اقتصادي او فوځي بندیزونه ولګول.



