کابل ټکی کام (پنجشنبه ۲۴ مرغومي ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
د ترکیې په جنوب شرق کې د پولیسو په یوه لوی مرکز د موټر بم چاودنه شوې ده چې پنځه کسان یې وژلي او ۴۰ نور یې مرګوني ټپيان کړي دي.
ترکي چارواکو دعوه کړې ده چې برید د کردستان کارګرو تنظیم ترسره کړی دی.
تراوسه پورې د حملې مسؤلیت چا په غاړه ندی اخیستی.
چاودنه د سینار پولیس کمپلکس په دروازه کې ترسره شوې ده چې شاوخوا نږدي ودانۍ یې هم وېجاړې کړي دي چې په یوه نږدې ودانۍ کې یې مور او وړوکۍ ماشوم هم وژلي دي.
پدې وروستیو کې د ډيارباکر ولایت د پ ک ک لخوا د ارام ساه نده اخیستې او سختې حملې یې شروع کړي دي.
تېر کال هم د حالاتو د خرابوالي له وجې د ډیارباکېر ولایت کې فوځ کرفیو اعلان کړې وه او څوک یې نه پرېښودل چې له کور څخه دباندې راووزي.















