کابل ټکی کام ( یکشنبه ، ۱۲ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
اوسنیو ولسمشریزو ټاکنوته نوماند او دملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل یوځل بیا حکومتي مشران په پراخ فساد تورن کړي.
دی وایي، د ولسمشر غني ا اجراییه رییس سفرونه ټول کمپایني اړخ لري او ولسمشر په ولایتي سفرونو کې هغه پروژې چې مخکې پرانیستل شوې دي د دویم او درییم ځل لپاره پرانیزي چې دا کمپایني اړخ لري او په اوسني وخت کې باید ولسمشر دې مسایلو ته جدي پاملرنه وکړي.
هغه چې نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل ، د ۲۰۱۴ کال ټاکنې د دې لامل شوې چې په هېواد کې د اعتماد، امنیت، اقتصاد کړکېچ رامنځته شي او اوس دوی نه غواړي چې په دغو ټاکنو کې دا هر څه تکرار شي.
رحمت الله نبیل پرته له دې چې د کوم نوماند نوم واخلي خو ظاهراً یې اشاره ولسمشر غني ته وه وویل، د دوی د مالوماتو له مخې د بیت المال پیسو او د دولتي امکاناتو په کارونې سره ۴۰ کمپایني دفترونه د یوه نوماند په ګټه فعالیت کوي.
تردې وړاندې هم یوشمېر سیاسي اشخاصو او ولسمشریزو تاکنو ته نوماندانو حکومتي مشران په غدر تورن کړي وو، اوله بیت المال څخه یې ددوی غیر قانوني مصارف دملت په سر سودا بللې وه.


















