(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۳)
د سوريې په شمال غرب د اعزاز په ښار کې چې ترکيې سره نږدې واقع دی موټربم حمله شوې چې لسګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
ويل کيږي، دغه موټربم چاودنه د جنايي پيښو پر وړاندې د امنيت ساتنې دفتر تر څنګ چې په ښار کې موقعيت لري رامنځته شوې ده.
ځايي رسنۍ ليکي، موټربم چاودنه له خلکو څخه د ګڼې ګوڼې په ډک ځای کې هغه مهال رامنځته شوې چې خلک د تراويح له لمانځه بيرته راوګرځيدل.
د عرب ۴۸ ويب پاڼې د خبر له مخې، په چاودنه کې د کوچنيانو په شمول اوولس کسان وژل شوي او شل تنه نو ټپيان دي.
خو ځينو نورو سرچينو د څوارلس کسانو د وژل کيدو او اته ويشت نورو د ټپي کيدو خبر ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ اسرائيلو د سوريې په مرکز دمشق، حمص او قنيطره ولايتونو کې ځيني پوځي هدفونه په نښه کړي او په توغنديزو بريدونو کې يې له لسو زيات کسان وژل شوي او یو شمير نور ټپيان شوي دي.
اسرائيلو تر دې مخکې هم په سوريه کې د پوځي اهدافو تر څنګ پر ملکي ميشت ځايونه بمبارۍ کړي چې ملکيانو ته يې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.


















