کندز: ولایتي شورا غړي وايي چې ولایت يې د سقوط په درشل کې دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، مرغومی ۲۴مه، ۱۳۹۴ ل):
کندز ولایت د شورای غړو د ګډ حکومت له اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د کتلو په مهال وویل چې د کندز ولایت یو ځل بیا د سقوط له ګواښ سره مخامخ دی.
د ولایتي شورا یو شمېر مشرانو وویل، چې په دغه ولایت کې د طالبانو ځواکونه پراخ حضور لري، که چیرته د پرېکنده او د منظمو عملیاتو له لارې په ولایت کې تصفیه ونشي او د طالبانو رېښې وچې نشي، نو دغه ولایت به یو ځل بیا د طالب وسلوالو په لاس سقوط وکړي .
دغه راز د شورا غړو په نومړي ټيګاروکړ، چې دولت دې د کندز ولایت مشکل په جدي ډول پام کې ونیسي او د تېر په څېر يې پرې نږدي.
ډاکټر عبدالله عبدالله هم په خپلو خبرو کې د کندز ولایت مشکلات تائید کړل او زیاته يې کړه، چې مونږ د کندز ولایت ولس سره ژمنه کوو چې ددوي ټولې امنیتي ستونزې به په بشپړ ډول پام کې نیسو او رسیدګي به کوو.
او همدا رنګه اجرائیه رئیس زیاته کړه، چې د ملي امنیت شورا کې، د کندز ولایت اړوندو په مشکلاتو خبرې اترې شوي دي، او یو ځانګړی پلان مطرح شوی چې د هغه پلان د تطبیق له مخې به کندز ولایت له طالبانو څخه ژغورل کيږي .
سلیم بریال



