کابل ټکی کام (پنجشنبه، مرغومی ۲۴مه، ۱۳۹۴ ل): له نوریستان ولایت نه په تازه ورکړل شوو راپورونو کې ويل شوي دي، چې ددغه ولایت برګمټال ولسوالۍ کې ۳۷ تنو پولیسو او د ملي پوځ عسکرو خپلې دندې پرېښي او بېرته خپل عادي ژوند ته ورګرځېدلي.
د خبر له مخې دغه عسکر د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې امنیتي پوستو او په قرارګاو کې په دندو ګمار ل شوي وه، چې بيرته له خپلو دندو راګرځېدلي .
خبرزیاتوي په تسلیم شویو کې ۱۳ تنه د اردو عسکر، ۱۳ تنه ملي پولیس، ۶ تنه د ملي امنیت کارمندان او ۵ تنه اربکي پولیس شامل دي.
د راپور په استناد نن ورځ د مرغومي په ۲۴ مه طالبانو د یوې رسمي اعلامي له لارې اعلان کړه، چې د یادې ولسوالۍ اړوند په بېلابېلو سیمو کې د تېرو درېو اونیو په لړ کې، دغه شمېر دولتي منسوبین چې پولیس، ملي پوځ، اربکي او د ملي امنیت کامندان وه له خپل دندو تير شوي او طالبانو ته ورغلي.
دېته په ورته یو بل راپور کې راغلي چې د بادغیس ولایت قادس ولسوالۍ کې هم د یوه مهم قومندان په ګډون ۲۰ تنه اربکي پولیس له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسليم شوي دي.
له سیمې نه طالبانو ته نږدې منابعو ويلي دي، چې د بادغیس ولایت قادس ولسوالۍکې نوموتی قومندان عبدالرشید له ۲۰ تنو وسلوالو اربکيو په ګډون یو ځای په سیمه کې د طالبان د بلنیز ځانګړي کمیسون له لارې تسليم شوي دي.
طالبانو هم په دې اړه خبر پاڼه خپره کړې چې په کې ویل شوي دي قومندان عبدالرشید له ۲۰ تنو وسلوالو اربکیو سره ددوي لیکو ته ورغلی .
د خبر پاڼې له مخې نوموړو تسليم شوو کسانوکلک هوډ څرګندکړی، چې نوربه دژوند ترپایه دبهرنیو یرغلګرو او ورسره مل دولت په ضد د طالبانو په لیکو له نورو مجاهدینو سره اوږه په اوږه سپیڅلي جهاد ته ادامه ورکوي.
دغه راز خبر پاڼه وايي نوموړو له ځان سره ۲۰ میله سپکه او درنه وسله سره له یوې لویې پیمانې مهماتو دوي ته تسليم کړي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې دغه دولتي کسان د طالبانو د ځانګړي بلنيز کمیسیون له لارې او په سیمه کې د مخورو، قومي مشرانو، علماء او د طالب وسلوالو د مشرانو هلوځلو په نتیجه کې له خپلو دندو وتلي او په کور ناست دي.
دغه راز یو شمېر بیا بېرته د طلبانو لیکو ته ورغلي او د دولت پر ضد جنګيږي.
دغه راز په یو بل راپور کې تېره ورځ تاسو ولیدل چې د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ کې ۳۳ تنو پولیسو او د ملي پوځ عسکرو خپلې دندې پرېښي وې او بېرته خپل عادي ژوند ته ورګرځېدلي وه.
چې ویل شوي وو دغه عسکر د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې امنیتي پوستو او په قرارګاو کې په دندو ګمار ل شوي وه، چې بيرته له خپلو دندو راګرځېدلي.
د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې د افغا ملي پوځ، ملي پولیس، سیمیز پولیس، د چټک غبرګون قطعې، دملي امنیت کارمندان او ځانګړي ځواکونو د دندو پرېښودل یا پر کور کېناستل او یاد دطالبانو لیکو ته ورتلل زیات شوي دي، او دغې ستونزې د دولت چارواکي سخت اندېښمن کړي دي.
بلې خوا بیا طالبانو له لوري د دغو کسانو تود هرکلی وشي او د خوندیتوب کارتونه ورکړل شي همدا رنګه د ژوند ساتلو ضمانت يې وشي، نو د طالبانو دغه ډول چلن د پولیسو او عسکرو لپاره د دولت له لیکو وتلو لار اسانه کړې ده.
د ویلو ده چې طالبانو په خپل اداري تشکيل کې د دې لپاره یو ځانګړی بلنیز کمیسون د «دعوت ارشاد جلب او جذب» تر نامه لاندې تشکيل کړی چې په ټولو ولایتونو کې مسؤلین او په ولسواليو کې ځانګړي نماینده ګان لري.
سليم بریال
















