غورځنګ
دا چې پخوا به مشرکانو او نورو کافرانو په کال کې د نيروز يا نوروز او مهرجان په نامه دوه د خوشحالۍ ورځې درلودلې او په دغو دوو ورځو کې به مشرکينو هر ناروا عمل په دې پار کاوه چې ګواکې ورته جايز دی، دغه دوه ورځې چې وه يې نوروز د پسرلي لومړۍ ورځ وه او بله يې د مهرجان په نوم د مني لومړۍ ورځ وه؛ کافرانو او مشرکانو به پکې چکرونه وهل او مېلې او تماشې به يې پکلې کولې.
خو دا چې الله ج دنيا ته د بشر د هدايت او لارښوونې لپاره خپل خوږ محبوب حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم را استولی دی. او له ټولو انسانانو څخه يې غوره ګرځولی دی، نو ده مبارک ته يې حق دين د دې لپاره ورکړی دی تر څو سرکش او لار ورکي انسانانو ته پرې حق وروښيي. د دغه حق دين پواسطه الله ج ټولو انسانان انسانيت ته رابللي دي او ټول انسانان د دې پواسطه په انسانيت کې داخلېدلی شي.
دغه دين که څه هم بشپړ او کامل دين دی يعنې د انسان د ژوندانه يو اړخ هم ورڅخه تياره او پټ نه دی پاتې بلکې ټول اړخونه يې په الهي انواراتو او رڼاګانو سره رڼا کړي دي.
نو د دې لپاره چې مسلمانان د مشرکينو ورځې ونه لمانځي او ځان ورڅخه وساتي، الله ج ورته په کال کې دوه مبارکې ورځې مقررې کړلې، چې دغه دوه ورځې د کوچني اختر ورځ او د لوی اختر ورځ ده.
د دوغو دواړو ورځو لپاره الله ج انسان ته ځانګړي قوانين وضع کړي دي او په دې اړه يې هر اړخيز هدايات ورته کړي دي.
ان مسلمانانو ته په دې ورځو کې د خوشحالۍ حدود هم ښودل شوي دي چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې به خوشحالي کوئ! نه داسې کوم ډول چې کفار يې د خپلو خوشحاليو په ورځو کې کوي.
نو مسلمانانو ته پکار دي چې په دغو دوو ورځو کې هر ډول روا او جايز خوشحالي وکړي. که چېرته دوه مسلمانان له دې دوو ورځو څخه مخکې په خپلو کې يوه له بل سره نه غږېږي نو اسلام ورته کلک هدايت کوي چې بايد خپله کينه له دغو دوو ورځو څخه ونه غځوي. او بايد په دغه ورځ يو بل ته عفوه وکړي او يو بل ته ورتر غاړې وځي.
مګر تر ټولو زیات هدايت د خوشحاليو په دې ورځو کې بيا د مسلمانانو د مشرانو او اميرانو لپاره شوی دی تر څو په خپلو ماتحتو مسلمانانو باندې رحم وکړي او په دغو ورځو کې بايد مسلمانانو ته خوشحالي ورکړل شي ، د مسلمانانو د سر ضمانت وشي، د مسلمانانو تر منځ ورولي او د امن فضا قايمه شي، که چېرته دوه ډلې سره په جګړه اخته وي نو بايد اوربند سره وکړي تر څو د مسلمانانو ژوند په دغو ورځو کې تأمين شي.
خو له بده مرغه باید ووایو چې د مسلمانانو اوسني حکمرانان د کفر په غلامۍ کې ژور تللي دي، د مسلمانانو د امن او د سر د ضمانت پر ځای د کافرانو د سر ضمانت کوي او کفري ګټې ورته د مسلمانانو تر ګټو ډېر ضروري او مهدفې دي.
نو ځکه خو مسلمانان په زياتو مشکلاتو اخته دي او د خپلو واکمنانو د غلامۍ له امله ځورېږي.
راځو دې ته چې تېر اختر په افغانستان کې په کوم شکل تېر شو؟
او د افغانانو بې بها وينې په دغه اختر کې د چا له لوري وبهول شوې؟
دا چې پخوا به رسنيو په يوه اړخيز ډول قضاوت کولو او دا به يې ويل چې د ملکي تلفاتو او عامو خلکو وژنه ډېری د طالبانو په بريدونو کې صورت مومي. او د طالبانو بمي چاودنې او بريدونه د دې لامل ګرځي چې عام افغانان پکې وژل کېږي.
که څه هم په دې خو اوس هر څوک پوهېږي چې د ټولو هغو ناخوالو چې له اتلسو يا نولسو کلونو راهيسې په ګران هېواد کې بېښېږي؛ مور امريکايي اشغال دی، خو دلته موږ دا يادونه ضرور نه بولو بلکې هغه تحفې او زهرجنې ډالۍ يادوو، کومې چې د منتخب؟؟ ولسمشر غني له لوري عام ولس ته ورکول کېږي.
سږ کال چې د امریکايانو او طالبانو تر منځ مذاکرات پيل شوي دي او دا دی کېدی شي اووم پړاو هم تر سره شي، د مذاکراتو له پيله بيا تر اوسه پورې افغان ولس له هېڅ ډول ګواښ څخه خوندي نه دی، چې دغه ګواښونه د امريکايانو او د دوی د ګوډاګیانو له لوري عام افغان ولس ته پېښيږي.
طالبان د تېر کوچني اختر په څېر هر کال درې ورځې د دې لپاره نا اعلان شوی اوربند تر سره کوي چې افغان ولس پکې د ارام ساه واخلي او خپل اختر پکې په ارام سره تېر کړي. طالبان په هر اختر کې خپلو وسله والو ته امر کوي چې په هېڅ دولتي عسکر يا مامور به ډز نه کوئ!
ځکه چې اختر د مسلمانانو د خوشحالۍ ورځ وي او په دغو ورځو کې بايد مسلمانان خپله خوشحالي ولمانځي.
که څه هم په دې اختر کې طالبانو د تېر په څېر خپله ژمنتيا وښودله، خو برعکس د ولسمشر غني دولت بيا په دې اختر کې د عامو افغانانو وژلو ته کار ووايه، او د هېواد په مختلفو ولاياتو کې يې داسې مرګ ژوبلې وکړې چې د جنګېز تاریخ يې تکرار کړ، او په دې واسطه يې له افغان ولس سره خپله عقده او دښمني وښودله، په لسګونو هېوادوال، ماشومان، ښځې، سپين ږيري او بې جګړې هېوادوال په شهادت ورسول ان تر دې چې د عامو خلکو دوکانونه، بازارونه، عامه تأسيسات، کلنيکونه، مدرسې، مسجدونه، ښوونځي او نور ځايونه يې په خورا بې رحمانه توګه ونړول.
لنډه دا چې د عامو افغانانو وينې يې داسې وبهولې چې شايد که چنګېز خان هم په نني عصر کې ژوندی وای نو دغو بهولو ته حيران پاتې شي.
يعنې بايد ووايو چې ولسمشر غني ته د افغانانو وينې د يوه نخود د دانې قدرې ارزښت هم نه لري، بلکې په خورا قساوت سره يې تويوي، نو ځکه اوس عام افغان ولس پوهېږي چې اصلي دښمن يې همدا چې ځان منتخب ولسمشر بولي؛ دی.
او طالبان چې امريکا، غرب او ولسمشر غني يې د افغان ولس دښمنان بولي، د هېواد اصلي غم خوړونکي او دوستان دي، د افغان ولس له منځه راوتلي او خپل خوځښت يې هم د افغانانو له منځ پيل کړی دی.
نو ځکه خو اوس په دې اختر کې معلوم شو چې څوک د افغان ولس ښېرازي غواړي او چا ته د افغان ولس وينې هېڅ ارزښت نه لري.

















