فراه: په خاک سفېد ولسوالۍ کې یو کس یوولس تنه په ډزو وژلي

کابل ټکی کام ( دوشنبه ، ۲۰ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

له فراه ولایت څخه راپورونه وايي چې ددې ولایت یو اوسېدونکي یوولس تنه بې ګناه وګړي په ډزو وژلي.

د فراه سیمه ییز چارواکي وایي چې یاده پېښه ددې ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې رامنځته شوې.

د خاک سفېد ولسوال حاجي جمعه ویلي، قاتل چې ملا علي نومېږي د دې ولسوالۍ د رنګین اباد کلي اوسېدونکی دی.

د ولسوال په خبره ملا علي تېره ورځ لومړی د خپلې کورنۍ اته غړي د کلاشینکوف په ډزو وژلي او بیا د ګاونډي کور ته دننه شوی، د ګاونډي د کور درې غړي یې هم وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

د جمعه په خبره تر اوسه د دې پېښې لامل په ډاګه شوی نه دی.

بلې خوا بیا د سیمې اوسېدونکي دپېښې دتائید ترڅنګ وايي چې پر یاده سیمه دولت واک نه لري خو ملا علي طالبانو نیولی دی.

طالبانوهم د ملا علي د نیول کېدو پخلی کوي او ویلي یې دي چې دا قضیه يې خپلې اړوند شرعي محکمې ته راجع کړې ده، او دوی به دشرعي محکمې وروستۍ پرېکړې ته انتظار وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button