د افغانستان روان وضعیت او د افغانانو مسؤلیت

سرليکنه
دا چې افغانستان په خورا حساس وضعیت کې قراری لري په دې معنا چې له یوې خوا افغانان له څلویښتو کلونو راهیسې سختو جنګونو ځپلي، له هر اړخه له سختو کړاوونو سره اخته شوي، پوهنه، روغتیا، اقتصاد، سیاست، نظام، امنیت او داسې نورو سره لاس او ګریوان دي، خو پر ځای د دې چې د جګړې لمبې کمزوري شي، د اسلام او افغانستان او افغانانو دښمنانو په پرلپسې توګه پر مړ کیدونکي اور او لمبو تیل شیندي، جګړه یو ځل بیا شعله وره کوي، او څلویښت کلنې جګړې ځپلي افغانان یو ځل بیا له ناورین او کړاوونو سره مخ کوي.
د اسلام او افغانستان دښمنان نه پریږدي چې افغانان په خپل هیواد کې د خپل اختیار څښتنان شي، خپلواکه شي، د خپل نظام او خپل قانون څښتنان وګرځي، غلیمان په دې هاند او هڅه کې دي چې افغانان له هر اړخه وتروړي، زیرمې یې چور او تالان کړي، خپل قانون او نظام پرې وتپی، اقتصاد یې کمزوی او نورو ته یې مجبور او اړ وګرځوي، د تعلیم کچه یې کمزورې کړي، روغتیا یې له نیشت سره برابره کړي، څو افغانان تل نورو ته د ګدایۍ لاسونه وغځوي او هیڅکله هم نورو ته له اړتیا خلاص نه شي.
نو په داسې سختو شرایطو کې افغانانو ته د افغانانو او مسلمانانو په حیث څه کول په کار دي، ایا همداسې چُپ پاتې کیدل؟ آیا پورته یادو ناورینونو ته تسلیمیدل؟ او که نه د خپلې آزادۍ لپاره هر اړخیز او هر راز سرښندونو ته تیاریدل، آیا آسماني الهي لارښوونې او د افغانانو پلرني دودونه افغانانو ته په داسې شرایطو کې د چُوپتیا غوره کولو لارښوونه کړې او که د مقابلې او مبارزې او مقاومت او سپیڅلي وسله وال جهاد؟
آیا افغانانو دا متل نه دی اوریدلی چې: د زمري یوه ورځ ژوند د ګیدړ له سلو کلونو له ژوند نه غوره دی؟
آیا د تاریخ په اوږدو کې کله هم افغانانو د ګیدړ ژوند منلی او یا یې کړی؟ نه هیڅکله نه، بلکې برعکس افغانانو تل د زمري ژوند کړی، افغانان د لوی افغانستان څښتنان وو، له آمو نه تر ډیلي او تر اصفهانه یې حکومت کړی، نظام یې جوړ کړی، حکومتولي یې چلولې.
افغانان د همغو نیکونو بچیان دي، نن د امریکا د یرغل پر وړاندې مبارزه یواځې د طالبانو کار نه دی، بلکې د فرد فرد افغانانو کار دی هغو افغانانو چې اسلامیت او افغانیت ته ژمن وي.
ایا په تیر کې د چنګیز، انګریز او روس پر وړاندې یواځې طالبانو او ملایانوجګړه او مبارزه کړې؟ که نه ټولو افغانانو، هرافغان د خپل وس سره سم د هر یرغل پر وړاندې ټینګه مبارزه او مقابله کړې او خپله آزادي یې ترلاسه کړې، که داسې یې نه وای کړی او د نن په څیر چُپه خوله پاتې وای نو نن به افغانستان هم د چنګیزیانو وای هم د انګریزانو هم د روسانو او هم د امریکایانو، افغانان به د یادو ټولو یرغلګرو پاخه غلامان وای.



