کابل ټکی کام ( سه شنبه ، ۲۱ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
وروسته له هغې چې دایران اوامریکا اړیکې ترینګلې شوې او یوشمېر سمییزو هېوادونو دسیمیز امنیت دساتنې په موخه له دواړو هېوادونو دخبرو اترو غوښتنه وکړه، ایران ددې امنیت یوازینی حل داقتصادي جګړې بندېدا وبلله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وایي، په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو یوازینۍ لار د اقتصادي جګړې درول دي.
جوادظریف دا خبرې تېره ورځ له خپل جرمني سیال هایکو ماس سره تر لیدو وروسته کړې دي.
نوموړي زیاته کړې چې جرمني او اروپایي ټولنه دواړه ددې وړتیا لري چې په سیمه کې د کړکېچ د ختمولو لپاره مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس چې د ایران د اټومي تړون او په سیمه کې د وروستیو کړکېچونو په اړه د خبرو لپاره ایران ته تللی دی وایي، سیمه ییزې شخړې د اندېښنې وړ دي او یوه کوچنۍ پېښه یې ناورین ته بیولی شي.
تراوسه لاهم امریکا اونورو هېوادونو دایراني چارواکي دې څرګندونو ته کوم غبرګون ندی ښودلی؛ یوشمېر څېړونکي بیا ددې خبرو مخاطب امریکا بولي، اوپه خبره یې چې باید امریکا دسیمې اونړۍ امنیت تامین، اویوشمېر غوښتنې ومني.


















