کابل ټکی کام ۲۴مرغومې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ننګرهار ولایت دولتي چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې د بې پيلوټه الوتکو په بمباریو کې یې د داعش ډلې ۱۲مشران وژل شوي چې د دغې ډلې مشر حافظ سعید هم پکې شامل دی.
دغه ۱۲تنه د داعش ډلې لوړپوړي قومندانان یاد شوي دي.
دولتي چارواکو همدا راز رسنیو ته ویلي دي چې بمبارد د پنجشنبې په ورځ شاوخوا ۴بجې د اچین ولسوالۍ په عبدالخېلو سیمه کې شوی دی.
همدا راز د اچین ولسوالۍ ولسوال غالب مجاهد د یادې بمبارۍ په اړه رسنیو ته ویلي دي چې «بمباري په داسې حال کې وشوه چې د داعش ډلې مشران په یوه کور کې را غونډ شوي وو، بمباري ډېره زوروره وه، تر یوه ساعته پورې یې دوام وکړ، کومه سیمه چې بمبار شوه ترې لمبې ختلې.»
څه موده وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ادارې هم د حافظ سعید د وژل کېدو خبر ورکړی وو، خو بیا ناسم وخوت.
حافظ سعید د پاکستان د اورکزو د سیمې څخه دی، پخوا د پاکستاني طالبانو د یوه ویاند په توګه یې دنده درلودله.
لا تر دا مهاله نه داعش ډلې او نه هم امریکایانو د ده وژل تأیید کړي.
















