د فراه ـ هرات په لویه لاره، ترافیکي پېښه کې ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل ټکی کام (جمعه ۲۵ مرغومي ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
د فراه ـ هرات په لویه لار د یوې ترافیکې پېښې په نتیجه کې ۲ تنه وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه مساپر وړونکۍ بس ۳۰۳ ماډل جرمنۍ بس دی چې له فراه څخه هرات ته په سفر روان وو، چې د ترافیکي پېښې سره مخ شو.
د فراه د والي ویاند محمد ناصر رسنیو ته ویلي دي چې دغه پېښه د فراه او هرات د تقاطع نقطې سره د شوز آب خرما په منطقه کې شوې ده.
دده په وینا چې ټپيان د فراه مرکزي روغتون ته رسول شوي دي او صحي وضعیت یې د اندېښنې وړ ندی.
د افغانستان په لویو لارو همېشه داسې ترافیکی پېښې رامنځ ته کېږي چې په هره پېښه کې په لسګونه کسان وژل کېږي.
په نړی کې افغانستان یو له هغه ملکونو څخه دی چې په لویو لارو یې عبور او مرور کم او ترافیکي پېښې پکې زیاتې دي، چې لامل یې بې احتیاطي او د سړکونو تنګوالۍ ښودل شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button