غور: یوې لس کلنې ماشومې خپل ځان وژلی

کابل ټکی کام (جمعه ۲۵ مرغومي ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
له غور ولایت څخه راپورونه وايي چې یوې لس کلنې ماشومې خپل ځان وژلی دی چې تراوسه یې علت ندی ښودل شوی.
په سیمه کې یو دیني عالم مولوي محمد عالم وايي چې انجلۍ ګل ماه نوميږي، چې نه يې د وژنې علت مالوم دی او نه هم دا خبره لا کولای شي چې په خپله یې ځان وژلی دی.
خو سیمه ییز چارواکي وايي چې اولینیو تحقیقاتو ښودلې ده چې انجلۍ په خپله ځان په قصدي توګه وژلی دی.
د یادولو ده چې پدې وروستیو کې په هېواد کې د ځان وژنې راپورونه زیات ورکول کېږي، که څه هم دا انجلۍ وړه ده، خو اکثره علماء په هېواد کې د ځان وژنې علت دا ښيې چې خلک له دین څخه لرې شوي او په کورونو کې د تلویزیون درلودل او د انټرنټ استعمال سره داسې پېښې رامنځ ته کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button