ملګري ملتونه: په عمان خليج کې پر بيړيو د حملو په اړه دې څيړنه وشي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۵)

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش په عمان خليج کې د تيلو پر بيړيو د بريدونو په اړه د پلټنې غوښتنه کړې ده.

دغه راز نوموړي ويلي، دا مهال د امریکا او ایران تر منځ د کړکیچ کمولو لپاره د خبرو د پيل کوم ميکانيزم نه ويني خو په وينا يې که دواړه هيوادونه موافقه وکړي نو ملګري ملتونه د لانجې هواري لپاره تیار دي.

د جون په ديارلسمه د عمان په خليج کې د امريکا د تيلو پر دوو بيړيو چاودنې وشوې چې امریکايې مسؤوليت پر ايران واچاوه خو ایران دغه تورونه رد کړي دي.

ایران تر دې مخکې څو ځلې د هرمزتنګي چې د تيلو د انتقال مهمه لاره ده، د بندولو ګواښونه کړي خو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې ایران ته به د ياد تنګي د بندولو اجازه ورنکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button