(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۵)
د افغانستان، پاکستان هند او ځينو نورو هيوادونو کې ډيری خلک په فقر کې ژوند کوي چې د ګرمۍ په سخت موسم کې هم په روزګار بوخت او لمر ته کارونه کوي.
د ګرمۍ په زياتېدو سره خلک په ګڼو ناروغيو اخته کيږي چې بيلابيل لاملونه لري خو ډيری خلک پکې د سر له درد څخه هم شکايت کوي چې د هغوی په فکر د ګرمۍ له امله په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.
په دې مطلب کې به ولولۍ چې ګرمۍ کې سر درد ولې پيدا کيږي، لاملونه يې څه دي او درملنه يې څنګه کيږي.
روغتياپالان وايي، په سخته ګرمۍ کې د سر درد پيدا کيږي خو دا ضروري نه ده چې یوازې ګرمي يې لامل وبولو.
روغتيايي چارواکي وايي، په ګرمۍ کې د سر درد بيلابيل لاملونه دي، چې په بدن کې د اوبو د کمۍ، مناسب خوراک نه کول، مکمل خوب نه کول او په ګرمۍ کې د ورزش یا مزل کول پريښودل يې څو بیلګې دي.
د روغتياپالانو په وينا، په ګرمۍ کې د سر درد نه د بچ کيدلو لپاره بايد تر ډيره یخې اوبه وڅښل شي او د بدن اوبه پوره وي.
دغه راز په ګرمۍ کې د خوب نه پوره کېدل هم د سر درد له مهمو لاملونو څخه ګڼل کيږي چې بيا په ډيرو هڅو هم دغه درد نه غلی کيږي.
روغتياپالان وايي، د سر درد نه د بچ کیدلو لپاره بايد هره ورځ تر څلور ليتره اوبه وڅښل شي او مناسب خوراک وخوړل شي.
دغه راز په ګرمۍ کې شيدې، هندواڼه، د کوپرې او ورته ډول نورو ميوو شربتونه استعمال شي او د بدن یخ ساتلو لپاره لامبل (غوسل کول) هم اړين دي.
همدارنګه په ګرمۍ کې بايد مسالې او مالګه استعمال نه شي چې دا هم د سر درد او نورو ناروغيو لامل ګرځي.
روغتيايي چارواکي وايي، که چاته په ګرمۍ کې په مسلسله توګه د سر درد ناروغي وي او د یادو لاملونو د له منځه وړو با وجود هم نه ښه کيږي نو د متخصص ډاکټر سره دې په اړيکه کې شي.


















