پوښتنه : د زيد له خولې څخه داسې بدبديي راووځي چې د هغه په خوا کې دريدل مشکل دي، نو داسې کس په جومات کې په جماعت کې ګډون کولاى شي او که نه؟ که چيرته يې نشي کولاى نو په کور کې هغه ته د جومات ثواب ورکول کيژي او که نه؟.
ځواب : په درمختار کې ليکل شوي دي : د کم کس په خوله کې چې دومره بدبويي وي چې نورو خلکو ته تکليف رسوي او لمونځ کونکي يې په خوا کې د دريدلو په حال کې پريشانه کيژي نو له داسې کس څخه جماعت ساقط دى، هغه ته پکار دي چې جومات ته ولاړ نشي په کور کې يې وکړي، دا چې هغه د شرعي حکم له مخې جومات ته له تلو څخه بند شوى دى نو له همدې امله هغه دې له ثواب څخه نه محروم نه کيژي ([1]).
په جومات کې د جماعت مکررولو حکم
پوښتنه : دويم جماعت روا دى او که نه؟.
ځواب : که چيرته دويم جماعت د اول جماعت په هيئت باندې وي او په همدغه جومات کې وي په کوم کې چې معين جماعت شوى دى نو بيا مکروه تحريمي دى، او که چيرته په تغير د هيئت سره وي بيا مکروه تنزيهي دى، او د (لاباس) او (جوار) لفظونه له مکروه تنزيهي سره منافي نه دي ([2]).
له ضرورت پرته د جومات په چت باندې جماعت کول مکروه دي
پوښتنه : که د ګرمي له امله امام د جومات دالان او د جومات صحن پريښودل او په چت باندې جماعت کوي، آيا د هغه دا کار د شريعت له مخې صحي دى او که نه؟ او لمونځ په داسې صورت کيژي او که نه؟ او که يې دوباره کول ضروري دي؟.
ځواب : لمونځ صحي کيژي، د دوباره کولو يې هيڅ وجه نشته، مګر له ضرورت پرته د جومات چت ختل او لمونځ کول مکروه دي، له همدې امله له دې څخه د ځان ساتل پکار دي ([3]).
په کومو لمنځونو کې جماعت سنت مؤکد يا واجب دى
پوښتنه : په کومو لمنځونو کې جماعت سنت مؤکده يا واجب دی؟
ځواب : په ټولو لمنځونو کې په جماعت سره لمونځ کول سنت مؤکده ده، په تروايحو کې سنت کفايه ده، په روژه کې د وترو لمونځ په جماعت سره مستحب دی ([4]).
که يو چا بد عمل وکړ هغه دې جومات ته له راتلو نه منع کيژي
پوښتنه : يو کس ښه لمونځ کونکى او تهجد کونکى وه او جومات به تل ١٥ دقيقې دمخه راتلو او نيم ساعت وروسته به له جومات څخه تلو، يوه ورځ هغه له يوې انجلۍ سره زنا وکړه او ونيول شو، هغه معافي وغوښتله او پريښودل شو، وروسته يې بيا همداسې ناوړه حرکت وکړ او ونيول شو او په خپله يې هم اقرار وکړ، مګر معافي يې ونه غوښتله، زنا يې له جومات سره په نژدې کمره (اطاق) کې کړى وه، خلکو هغه جومات ته له راتلو څخه منع کړ، اوس هغه جومات ته نه راځي، په کور کې لمونځ کوي، خلکو هغه له جومات څخه منع کړى دى، د شريعت په رڼا کې يې ښه کړي او که بد؟.
ځواب : جومات ته له راتلو او د لمانځه له کولو څخه دې نه منع کيژي، البته د هغه انتظم دې وکړى شي چې هغه بيا دغه خبيث حرکت ونکړي، هغه به يوازې فرض لمونځ په جماعت سره کوي نو له همدې امله عين د جماعت په وخت کې دې راځي او د فرضو له اداء کولو وروسته دې سمدستي بيرته ځي، سنت او نفل دې په کور کې کوي، خداى تعالى دې هدايت ورته وکړي چې له دغه عمل څخه را وګرځي ([5]).
په جماعت کې کم له کمه سړي پکار دي
پوښتنه : په جماعت کې کم از کم څو سړي وي؟
ځواب : کم از کم دوه سړي د جماعت لپاره کافي دي، يو مقتدي بل امام، مقتدي بايد د امام ښي لور ته يو څپک وروسته ودريږي او که مقتديان دوه وي امام بايد مخته او مقتديان شاته ودريږي ([6]).
د جماعت پريښودونکي حکم
پوښتنه : زيد يو مالداره سړى دى او حاجي هم دى، لمونځ هم کوي، مګر د کلي جومات ته يوازې د رمضان په مياشت کې راځي، پاتې يوولس مياشتې نه راځي، د داسې کس شرعي حکم څه دى؟.
ځواب : کوم کس چې له عذر پرته دائماً په همې ډول جماعت ترک کوي هغه ګنهګار دى او د هغه شاهدي (ګواهي) نه قبليژي ([7]).
د جمعې په لمانځه خلک بايد څه ډول ودريژي
پوښتنه : د جمعې په لمانځه کې خلک بايد په څه ډول ودريږي؟
ځواب : جخت به دريږي او صفونه به سم دروي، د صفونو په مينځ کې به خالي (تش) ځای نه پريږدي، ماشومان به وروسته دريږي، د لويانو په صفونو کې د ماشومانو دريدل مکروه دي، د ښځو صف له ماشومانو څخه وروسته پکار دی ([8]).
د دندې له امله د جماعت پريښودل
پوښتنه : زيد له جماعت څخه دمخه د لمانځه کول غواړي، که چيرته له جماعت څخه وړاندې لمونځ ونکړي نو زيد دنده (مسئوليت) لري او د مسئوليت د له منځه تلو ويره دى او د هغه په کور داسې وړ ځاى نشته چيرته هغه لمونځ وکړي، نو په داسې حالت کې هغه په جومات کې لمونځ کولاى شي او که نه؟ يا يې د جومات په کومه داسې برخه کې چې د جومات له حدودو څخه د باندې وي کولاى شي او که نه؟.
ځواب : د زيد لپاره د داسې دندې تر سره کول په کومه کې چې د جماعت له کولو پرته کار نه چليژي منع دي، هغه ته پکار دي چې کوم بل کار يا د ګزارې کوم بل صورت غوره کړي کوم چې د فرضو او سنتو په اداء کولو کې خنډ نه جوړوي او کوم وخت چې ورته پيدا شي نو موجوده دنده (مسئوليت) دې پريژدي، د مجبوري په حالت کې په جومات کې يوازې لمونځ کول هم صحي دي ([9]).
دويم جماعت
پوښتنه : (١) په کوم جومات کې چې اذان او جماعت شوي وي، بيا په هغه جومات کې دوباره اذان او جماعت کول روا دي او که نه؟.
(٢) که چيرته د امام له اجازه پرته اذان او جماعت وکړي نو امام بيا دوباره اذان او جماعت کولاى شي او که نه؟.
ځواب : (١) که چيرته د هرې ورځې مقرر امام او مقتديانو په مقرر وخت باندې اذان او جماعت کړي وي نو په داسې جومات کې دوباره جماعت کول مکروه دي.
(٢) که چيرته د دويمې محله خلکو کړي وي نو د همدغو محله خلکو ته دوباره جماعت کول صحي دي ([10]).
د جماعت وخت به څوک ټاکي
پوښتنه : د لمانځه د وختونو ټاکنه، آيا لمونځ کونکي به يې کوي، که مؤذن او که ګهړۍ (ساعت) ؟.
ځواب : د متولي، مؤذن او مقتدي د ټولو رعايت پکار دى، ټول خلک دې امام ته وسپاري چې د هغه د مصالحو په رعايت کولو سره د جماعت وخت وټاکي، د کوم له امله چې لمونځ په مستحب وخت باندې اداء شي او ټولو ته په ګډون کولو کې اسانتيا وي ([11]).
د لمانځه وخت به امام مقروي او که مقتدي
پوښتنه : امام د مقتديانو تابع دى او که مقتديان د امام تابع دي؟ يعنې امام به د لمانځه لپاره په خپله وخت ته په کتو سره دريژي او که د مقتدي د حکم مذابق به دريژي؟.
ځواب : بهتره دا ده چې امام د ټولو په متفقه رايه د شريعت مطابق وخت مقرر کړي، که چيرته مقتدي نا خبره وي او شرعي وخت نه پيژني نو امام دې مقرر کړي او اعلان دې وکړي او ټول دې د هغه پابندي وکړي ([12]).
په لمانځه کې يوه معلوم کس ته انتظار کول
پوښتنه : آيا د يوه کس له امله په جماعت کې ځنډ کول روا دي؟ کله چې مستقل امام موجود وي، که چيرته هغه کس را نشي نو په ځاى د يوې بجې يوه نيمه يا دوه بجې جماعت وشي او د هغه د راغوښتلو لپاره پيوسته يو کس ليژل کيژي، داسې کار د شرع په نزد بد دى او ښه دى؟.
ځواب : په مقرر وخت باندې که چيرته ټول لمونځ کونکي راغلي وي نو د يوه خاص سړي لپاره انتظار کول روا نه دي، مګر که په مستحب وخت کې کوم ګنجايش وي او په ټول قوم باندې سخته هم نه وي، يا هماغه کس شرير او فتنه ګر سړى وي نو په يو څه قدرې انتظار کې څه خبره نشته ([13]).
([1]) فتاوى محموديه، ٦ : ٤٠٥، بحواله : الدرالمختار مع ردالمحتار، کتاب الصلوة، باب ما يفسد الصلوة وما يکره، مطلب في احکام المساجد، ج : ١، ص : ٦٦١ – ٦٦٢، وکذا في مرقاة المفاتيح، کتاب الصلوة، باب المساجد ومواضع الصلوة، الفصل الاول، ج : ٢، ص : ٤١٢.
([2]) کفايت المفتي، ٣ : ١٣٤، بحواله : الشامية، باب الامامة، مطلب في تکرار الجماعة في المسجد، ج : ١، ص : ٥٥٣.
([3]) امداد الاحکام، ١ : ٥٤٣، بحواله : شامي.
([4]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٢٨.
([6]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٢٨.
([7]) فتاوى محموديه، ٦ : ٤٠٩، بحواله : ردالمحتار، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٥٢، وکذا في البحر الرائق، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٦٠٣، وکذا في الحلبي الکبير، فصل في الامامة، ص : ٥٠٩.
([8]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٢٩.
([9]) فتاوى محموديه، ٦ : ٤١٤، بحواله : الدرالمختار مع ردالمحتار، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٥٢ – ٥٥٤، وکذا في الحلبي الکبير، فصل في الامامة، ص : ٥٠٨، الاشباه والنظائر، القاعدة الخامسة، ج : ١، ص : ٢٩٣.
([10]) فتاوى محموديه، ٦ : ٤٣٣، بحواله : الدرالمختار، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٥٢، وکذا في الفتاوى العالمګيرية، کتاب الصلوة، الباب الخامس في الامامة، ج : ١، ص ٨٣، وکذا في الفقه الاسلامي وادلته، الفصل العاشر انواع الصلوة، تاسعاً : تکرار الجماعة في المسجد، ج : ٢، ص : ١١٨٢.
([11]) فتاوى محموديه، ٦ : ٤٥٣، بحواله : الدرالمختار، کتاب الصلوة، باب الاذان، ج : ١، ص : ٣٨٩، وکذا في الفتاوى العالمګيرية، کتاب الصلوة، الباب الثاني في الاذان، الفصل الثاني في کلمات الاذان والاقامة الخ، ج : ١، ص : ٥٧.
([12]) فتاوى محموديه، ٦ : ٤٥٤، بحواله : سنن الترمذي، ابواب الصلوة، باب ما جاء في الترسل في الاذان، ج : ١، ص : ٤٨، الدرالمختار، کتاب الصلوة، باب الاذان، ج : ١، ص : ٣٨٩.
([13]) فتاوى محموديه، ٦ : ٤٦٥، بحواله : الدرالمختار، باب الاذان، ج : ١، ص : ٤٠٠، حاشية الطحطاوي علي الدرالمختار، فصل الشروع في الصلوة، ج : ١، ص : ٢٢٠.
















