کابل ټکی کام ( يکشنبه ، ۲۶ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل
يو شمېر عربي رسنيو راپور ورکړی چې دسوډان معزول جمهور رئیس عمر البشیر له اوږد ځنډ وروسته يوځل بيا درسنيو پرمخ رښکاره شو.
له دې سره همهاله لویې څارنوالۍ ویلي چې له هغه سره به د مالي فساد په تړاو تحقیق وشي.
عمرالبشير نږدې دوه مياشتې وړاندې دسوډاني پوځ له لوري محاصره او له واکه لرې کړای شو.
وروسته بيادنوموړي په کور کې ميليونونه ډالر راووتل، چې دپوځ له لوري په مالي فساد تورن شو، اوس په همدې تړاو محاکمه کېږي.
















