کرکټ نړيوال جام: افغانستان خپله پنځمه لوبه نن له انګلستان سره کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۸) 

د کرکټ نړيوال جام د سياليو په ترڅ کې افغانستان ملي لوبډله نن خپله پنځمه لوبه له انګلستان سره کوي.

دغه لوبه به د افغانستان پر وخت ۲:۰۰ بجې د انګلستان د مانچسټر په اولډټرافورډ لوبغالي کې پيلېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د لوبې د ليدلو لپاره د ګډ حکومت مشر اشرف غني او د کرکټ بورډ اعلی سرپرست هم لوبغالي ته ورځي.

افغانستان تر دې مخکې د نړيوال جام سياليو کې څلور لوبې کړي چې څلور واړه يې بايللي دي.

خو د افغان لوبډلې کفتان ګلبدين نايب وايي، چې ښه ورو توپ اچوونکي لري او تمه ده چې په ننۍ لوبه کې ښه وځليږي او لوبه وګټي.

مربوطه مطالب

Back to top button