ارګ ته نږدې سرچينې: حکومت د ترهګرو د ځپلو په بهانه په غير مسؤوله وسله والو وسلې ويشي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۸)
له کابله خپريدونکې د “سرخط” په نوم ورځپاڼه چې ارګ ته نږدې او دولتي معلوماتو اړوند باوري سرچينه بلل کېږي تر دې عنوان لاندې چې (حکومت د لړم په نېښ اغزی کاږي) ليکي، چې حکومت په غير مسؤوله وسله والو د وسلو ويشلو لړۍ پيل کړه ده.
د سرچينې په وينا، د وسلو ويشلو دغه لړۍ په شمالي ولايتونو کې په دې بهانه پيل کړې چې ګواکې د ترهګريزو ډلو مخنيوی او د هغوی پرضد به جګړې وکړي.
د لیکوال په وينا، حکومت پخواني ټوپکيان بيا وسله وال کړي او آن په تخار کې يې زياته سيمه د هغوی په واک کې ورکړې چې حکومتي ځواکونه يې تر شاه ملاتړ لري.
د طالبانو له حکومت مخکې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې غير مسؤوله وسله والو او ټوپکيانو شتون درلود چې د خلکو په وژنو، غلاوو، ظلمونو کې ښکېل ول او په لویو لارو به يې خلک شکول، خو د طالبانو په راتلو د ټوپکيانو ټغر ټول شوی و چې افغانستان ته د نړيوالې ټولنې په راتګ یو ځل بيا دغه لړۍ پيل شوه.
د دغه مطلب لیکوال ليکي، چې د طالبانو او نورو مخالفو وسله والو پرضد د غير مسؤوله وسله والو او پخوانيو ټوپکيانو وسله وال کول به ناوړه پايلې ولري او د هيواد راتلونکي لپاره یو ځل بيا ستر ګواښ جوړيدلای شي چې وروسته يې به يې بې وسلې کول لوی سرخوږی او ستونزمن کار وي.



