کابل ټکی کام ( سه شنبه ، ۲۸ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
يوشمېررسنيوراپورونه ورکړي چې دپاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا له بهرنيو چارو وزیر مايک پمپيو سره ټیليفوني خبرې کړي، اودافغان سولې په تړاو يې دهمکاريو ډاډ ورکړی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي دواړو لوريو په افغانستان کې د روغې جوړې په عمل خبرې کړي او په سیمه کې يې د تلپاتې سولې لپاره په ګډه د کار کولو په اړه څرګندونې کړې دي.
په دې خبرو کې قریشي د سوله ييز افغانستان په ارزښت ټينګار کړی، چې د سيمې د امنيت لپاره اړين دی.
قريشي د افغانانو ترمنځ د خبرو د ملاتړ او په دغه لړ کې د مثبت رول ترسره کولو لپاره د پاکستان د کلکې ارادې ژمنه کړې ده.
نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پېوستون د عمل پلان ارزښت وړاندې کولو په اړه ویلي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا يو ښه ګام دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د خپل امریکايي سيال سره په خبرو کې ويلي هېواد يې له ګاونډيانو سره سولې ته اهميت ورکوي او د خبرو اترو له لارې د ټولو شخړو هوارولو اراده لري.
دوی په داسې حال کې ددې بحران دحل غوښتنه کړې چې د دې وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد افغانستان ته راغلې او راتلونکو شپږو ورځو کې به يو ځل بيا دطالبانو له استازو سره اووم پړاو مذاکراتو ته کښېني.
يوشمېر څېړونکو راتلونکی پړاو مهم اوله لاسته راوړنو ډک بللی، دوی په دوې مقدماتي غوښتنو (د خارجيانو وتل، او له افغانستانه دتهديد نه پېښېدنه) دتوافق خبر هم ورکړی .
















