کابل ټکی کام ( سه شنبه ، ۲۸ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
د تېر په څېر امریکا یو ځل بیا د عمان په خلیج کې پر نارویژي او جاپاني کښتیو برید دایران کار بللی، او ددې ټولو تېروتنو دحساب غوښتنه يې کړې.
په دې تړاود امریکا پوځ پرون هغه تازه انځورونه هم خپاره کړي چې د ایران له خوا پر دوو ټانکر کښتیو د برید ادعا تاییدوي.
داسې هم ویل کېږي چې دا انځورونه د امریکا له یوې الوتکې اخیستل شوي، او خپاره شوي دي.
بلې خوا ایران بيا په دې برید کې لاس لرل رد کړي، او امريکايې په شخصي رقابت تورنه کړې.
له دې برید وروسته امریکا پرون وویل چې پر دې کښتیو د برید له امله منځني ختیځ ته زر تنه نور اضافي سرتېري لېږي.
دامريکا او ايران روابط وروسته له هغه ترينګلي شول چې واشنګټن له ايران سره داټومي وسلوله تړون ووت ، او له هغې وروسته يې يوشمېر پارونکي بنديزونه هم پرې ولګول، چې ايران يې هم مخالفت ته اړ کړ.
دامهال ايران او امريکا داختلاف په آخري حدکې قرار لري.
















