د جلال وړانګې چې ټول انبیاء واخلي

شعر/ استاد فضل ولي ناګار

کایناتو کې رڼا د محمد (ص) ده
په تمام جهان غوغا د محمد (ص)ده

لااله یې هم مشروطه په نامه شوه
ابتدا په انتها د محمد (ص)ده


له دې لوړه مرتبه به نوره څه وي
چې د خدای رضا، رضا د محمد (ص)ده


پرې سرلوړی شو ټولی د فقیرانو
د غیور فقر قبا د محمد(ص) ده


د جلال وړانګې چې ټول انبیاء واخلي
امتي هلته نوا د محمد (ص)ده


له لمنې یې لاس مه اخله ناګاره!
غریبپالې تل درګاه د محمد (ص)ده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button