پکتيکا: د برمل ولسوالۍ امنيه قومندان د طالبانو په کمين کې ووژل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۹)

د پيکتيکا د پوليسو وياند شاه محمد آرین وايي، چې د برمل ولسوالۍ امنيهقومندان د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.

د آرين په وينا، امنيه قومندان محمد ایوب تندر تيره شپه په داسې حال کې د طالبانو تر کمين لاندې راغی چې خپل کور ته پر لاره و.

د آرين په وينا، په دغه نښته کې شپږو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د امنيه قومندان یو ساتونکی هم ټپي دی.

طالبانو رسنيو ته په ليږلې خبرباڼه کې ويلي چې د قومندان ايوب تندر تر څنګ په یاده حمله کې څلور اربکيان هم وژل شوي دي.

ويل کيږي، نوموړی په یاده ولسوالۍ کې د امنيې قومندانۍ دندې تر څنګ د اربکيانو مشري هم په غاړه لرله.

مربوطه مطالب

Back to top button