بسم الله حيدري جان
زه دې مین یم ماله ځان سره دېره کړه
مدینې منورې لږ مې میلمه کړه
باب السلام نه در داخل شوم
دعجم ستړی یم په غیږکې مې دمه کړه
ریاض الجنت کې مې پرېږده
دخدای رحمت ته مې قابل اواماده کړه
تا کې ویده زما جانان دی
زمازړګی یې په دیدن باندې اوبه کړه
زار دې له لوړو منارو شم
داژوندمې واخله ته یې شان صدقه کړه
عجیب منظر عجیب کیفیت دی
زړګیه خوب وینې که ویښ یې قیصه وکړه
حیدري جانه بختور یې
چه دې الله دزخمی زړه هیله پوره کړه


















