ټرمپ: پر ایران مو برید کاوه خو لس دقیقي مخکې مې پلان بدل کړ

کابل ټکی کام( جمعه، ۳۱غبرګولي، ۱۳۹۸)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې تیره شپه مو پر ایران برید کاوه خو له برید کولو نه لس دقیقې مخکې مو پلان بدل کړ.
ټرمپ ویلي چې تیره شپه مو پلان درلود ترڅو د ایران درې نقطې تر هدف لاندې ونیسو خو په خبره یې د څه ملاحظاتو له کبله مو برید ونکړ.
ټرمپ وایي، د دې برید له امله به ۱۵۰ کسان وژل شوي وای.
د ټرمپ په خبره چې له برید نه مخکې راته وویل شول چې د برید له کبله به دروند ځاني زیان واوړي نو همدا وجه وه چې برید مې ونه کړ.
ټرمپ د ایران د اټومي وسلو په اړه وویل چې هیڅکله به هم رانه د اټومي ځواک خاوند نه شي.
د ایران او امریکا تاوتریخوالی وروسته له هغه ډیر زیات شو چې ایران د امریکا د یوې څارګرې الوتکې د ویشتلو ادعا وکړه.
ایران وایي چې امریکایي الوتکې د دوی په حریم تیری کړی وو ځکه په نښه شوه خو امریکا وویل د دوی الوتکه د ایران خاورې ته نه ده دننه سوې بلکې په نړیوالو اوبو کې ولیدلې ده.



