(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱)
د هند په هيماچل پردېش ايالت کې په يوه ترافیکي پيښه کې ۴۴ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
چارواکي وايي، دغه پېښه پرون د جمعې په ورځ ناوخته په یوې غرنۍ سيمه کې ګړنګ ته د بس موټر د لويدو له امله رامنځته شوې ده.
هندي رسنۍ وايي، په بس کې ۶۰ کسان سپاره و چې له جملې يې ۴۴ کسان مړه شوي، او ديرش تنه نور ټپيان دي.
په وژل شويو کې ښځې او کوچنيان هم شامل دي.
د پيښې په اړه د هند لومړي وزير نريندرا مودې خواشيني څرګنده کړې ده.
په هند کې تر دې مخکې هم په ځينو غرنيو سيمو کې ورته ډول پيښې رامنځته شوي چې له امله يې ډيری کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.


















