کونړ : د هاوان مرمۍ په چاودنه کې څلورماشومان وژل شوي

کابل ټکی کام  (جمعه، مرغومی ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل):

له کونړ ولایت اسمار ولسوالۍ نه راپورونه وايې، چې د هاوان  یوې نا چاودېدلې مرمۍ له امله ۴ ماشومان وژل شوي .

 د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیلي رسنیو ته ويلي، چې تېره ورځ ماښام مهال دغو ماشومانو د هاوان یوه مرمۍ مېندلې او لوبې يې ورسره کولې پرې چاودېدلې، چې  له امله يې څلورتنه ماشومان وژل شوي.

سیدخيلی زیاتوي، چې داپېښه د یادې ولسوالۍ په شنګر سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي دغه راز ويلي، چې وژل شوي ماشوماان درې وروڼه او یو د کاکا زوي وه .

سلیم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button