کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲چنګاش، ۱۳۹۸)
امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، پر ایران برید کوي خو په وینا یې چې اوس یې وخت نه دی.
ټرمپ دا خبره په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې ټرمپ پر ایران د برید کولو پلان درلود.
لومړی رسنیو خبر ورکړ چې ټرمپ پر ایران برید کاوه خو بیرته ترې په شا شو، لږ وخت وروسته ټرمپ خپله وویل چې په ایران کې مو درې نقطې تر هدف لاندې نیولې وې خو تر برید کولو ۱۰ دقیقې مخکې مو پلان بدل کړ.
نوموړي وویل، که مې په ایران برید کړی وای ۱۵۰ کسان ووژل کیدل.
د امریکا او ایران تاوتریخوالی وروسته له هغه ډیر زیات شوی چې ایران د امریکا د یوې څارګرې الوتکې د ویشتلو خبر ورکړ.
امریکا وویل چې الوتکه یې په نړیوالو اوبو کې ولیدلي خو ایراني مشران بیا وایي چې دا الوتکه د ایران خاورې ته رادننه شوې وه.
د یادونې وړ ده چې سبا دوشنبه ټرمپ په ایران د نویو بندیزونو اعلان کوي.


















