(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۳)
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو پر ايران د نويو بنديزونو لګولو خبرداری ورکړ په وينا يې د دغه بنديزونو هدف په سيمه کې د فعاليتونو د دوام لپاره د ايران د لاسرسي مخنوی دی.
دغه راز پمپيو ويلي، امريکا تياره ده چې ایران سره له شرط پرته خبرې وکړي په خبره يې که ايران خبرې کول غواړي نو پوهيږي چې موږ چیرې موندلی شي.
مایک پمپيو دا خبرې متحده عربي اماراتو او سعودي ته د سفر پر مهال وکړې زياته يې کړه چې دواړو هيوادونو ته د سفر موخه يې هم له ایران سره د مقابلې لپاره د نړيوالې ټلوالې رامنځته کول دي چې دواړه هيوادونه ورسره همغږي دي.
په عين حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ويلي چې ایران سره جګړه نه غواړي او بايد ایران خبرو ته حاضر شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ ايران ګواښ کړی و چې په خليج کې ګډوډي به امریکايي عسکرو ته خطر پيښ کړي.
د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې ايران د امريکا یوه بي پيلوټه جاسوسي الوتکه نسکوره کړه او دعوه يې وکړه چې د دوی سرحد ته داخله شوې وه خو امریکا دغه ادعا رد کړه ويې ويل چې په نړيوالو اوبو کې ويشتل شوې ده.
د الوتکې نسکوريدو وروسته ډونالډ ټرپ پر ايران د بريد امر ورکړ خو څو ساعته وروسته يې بيرته لغوه کړ.
دغه راز امریکا تيره ورځ ويلي و چې پر ايران يې سايبري بريدونه پيل کړي دي.

















