مایک پمپیو: د ایران په ضد به یو نړیوال ائیتلاف جوړ کړو

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۳چنګاش، ۱۳۹۸)

وروسته له هغه چې ایران د امریکا د یوې څارګرې الوتکې د ویشتلو ادعا وکړه، د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی له حده اوښتی او د جګړې زیات احتمال شته.

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې د ایران په ضد به یو نړیوال ائیتلاف جوړ کړي ترڅو په دې هیواد فشارونه زیات شي.

مایک پمپیو دا خبره وروسته له هغه کوي چې حوثي یاغیانو د دوهم ځل لپاره د سعودي په یو هوایي ډګر توغندیز برید کړی او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

په ایران تور پورې کیږي چې د حوثي یاغیانو تر شا لاس لري او تمویل یې د ایران کار دی.

که څه هم د حوثي یاغیانو په خلاف د سعودي عرب په مشرۍ یو ائیتلاف جګړه کوي خو امریکا بیا د ایران په ضد د یو ائیتلاف خبره راپورته کړې ده.

پمپیو ایران د ترهګرو د یو تر ټولو ستر ملاتړي په توګه یاد کړی دی.

امریکا د ایران د سپاه پاسداران انقلابي ځواک هم د ترهګرو په لیست کې شامل کړی او بندیزونه یې پرې وضع کړي دي.

ایراني چارواکو تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نویو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مربوطه مطالب

Back to top button