کابل ټکی کام( دوشنبه، ۳چنګاش، ۱۳۹۸)
ځینو سرچینو خبر ورکړی چې ممکن ډاکټر عبدالله عبدالله او حنیف اتمر سره یو ځای شي او ګډ کمپاین پیل کړي.
یوې باوري سرچینې ویسا ورځپاڼې ته ویلي چې د تیرې یوې نیمي میاشتې راهیسې د حنیف اتمر او عبدالله عبدالله ترمنځ خبرې رواني دي، ترڅو دواړه ټاکنیز ټیمونه یو په بل کې مدغم او ګډ کار پیل کړي.
دا خبره وروسته له هغه رسنیزه کیږي چې د حزب اسلامي ګوند مشر انجینر ګلبدین حکمتیار هم ورته خبره کړې وه خو نوموړي د مشخص چا او ګوند نوم نه وو اخستی.
ویل کیږي د حنیف اتمر او ډاکټر عبدالله ترمنځ خبرو پرمختګ هم کړی، دواړه خواوې پر دې خبرې کوي چې له یو ټیم نه به ولسمشر او له بل نه مرستیال، یا هم له یوه نه ولسمشر او له بل نه به صدراعظم ټاکل کیږي.
د یادونې وړ ده چې ډاکټر عبدالله عبدالله او حنیف اتمر د اشرف غني سخت سیالان بلل کیږي او که دوی دواړه سره یو شول نو کیدای شي په تاکنو کې بریالي شي.
خو دا هر څه په داسې وخت کې کیږي چې د ټاکنو برخلیک نامالوم دی.

















