برتانوي چارواکي وایي، د تیلو په کښتیو برید د ایران کار دی

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۳چنګاش، ۱۳۹۸)
برېتانیا د تیلو په کښتیو برید د ایران مسؤلیت ګڼلی او ویلي یې دي چې ایران باید له دې کاره لاس په سر شي.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندرو موریسون ایران ته د خپل سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د لیدنې په وخت کې ویلي چې د تیلو په کښتیو برید د ایران کار دی.
موریسون ویلي چې دا بریدونه به وضعیت سخت خراب کړي او له ایرانه یې غوښتي چې د دې بریدونو لړۍ ودروي.
په عمان خلیج کې کابو دوه اونۍ وړاندې د تیلو په کښتیو بریدونه وشول چې امریکا یې پړه پر ایران ورواچوله خو ایران یې نه مني او دا بې ځایه تور بولي.
امریکا د دې بریدونو په اړه تر اوسه کره شواهد او اسناد نه دي وړاندې کړي.



