کرکټ نړيوال جام: افغانستان خپله اوومه لوبه هم بنګله دېش ته وبايلله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۴)

د کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې افغانستان په پرلپسې ډول ماتې خوري او پرون يې له بنګله دېش سره د يادې لړۍ اوومه سيالي لرله چې افغان لوبډلې ته يې د ۶۲ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د لوبې پچه افغانستان ته وګټله خو بنګله دېش لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

بنګله دېش په ټاکلو پنځوس اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه.

د بنګله دېش لوبډله کې تر ټولو زياتې ۸۳ منډې مشفق الرحيم، ورپسې شکيب الحسن ۵۱ او تميم اقبال ۳۶ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره مجيب الرحمن ښه توپ اچونه وکړه او د بنګله دېش درې ويکټې واخيستې، دغه راز ګلبدين دوه، محمد نبي او دولت ځدران یو یو لوبغاړي وسوځول.

افغانستان د بنګله دېش ورکړل شوی هدف په پنځوس اورونو کې پوره نه کړ او په کرکټ نړيوال جام کې خپله اوومه لوبه يې بنګله دېش ته د ۶۲ منډو په توپير وبايلله.

افغانستان لپاره سميع الله شینواري تر ټولو زياتې ۴۹ منډې جوړې کړې او نا سوځیدلی پاتې شو، دغه راز ګلبدين نایب ۴۷، رحمت شاه، ۲۴، نجیب الله ځدران ۲۳، او اصغر افغان ۲۰ منډې جوړې کړې.

افغانستان د نړيوال جام سياليو کې خپله اتمه لوبه د جون مياشتې په ۲۹ نيټه له پاکستان ملي لوبډلې سره کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button