(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۴)
د امريکا متحده ایالاتو د پوځ متقاعد جنرال ډونالډ بولډک وايي، امريکا په افغانستان کې درې سهوې وکړې او د امريکايي جنرالانو او سياسي مشرانو ناسمو ستراتيژيو له کبله په جنګ کې ناکامه شول.
نوموړي د امریکا شهورې ورځپاڼې ميليټري ټايمز ته ويلي، چې د افغانستان په جګړه کې لومړۍ سهوه یا اشتباه دا وه چې مونږ په هغه هيواد کې د شورويانو د عبرت درسونه هير کړل، د افغانانو تاريخ او دا مو هير کړل چې ولې افغانستان ته د امپراتوريو هديره ويل کیږي، غوښتل مو چې پر افغانانو امریکايي حللاره تحميل کړو، هغوی مو پرېنښودل چې خپله مشري خپله وکړي زیاتوي که بهرني ځوکونه څومره هم په افغانستان کې پاتې شي خو بيا هم افغانان د هغوی پرضد قيام کوي.
بولډک وايي، دوهمه اشتباه مو دا وه چې د عراق جګړه کې زمونږ پام او منابع بل طرف ته واوښتې او طالبان یو ځل بيا منظم شول، څو په کليو کې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړ، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې يې ځای پيدا کړ په خبره يې په داسې حال کې چې مونږ په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو کې افغانستان ته زيات عسکر ولېږل خو تر نن پورې مو ټول موفقيتونه له لاسه ورکړل.
همدارنګه نوموړی وايي، درېيمه اشتباه مو دا وه چې مونږ بايد د مخدره موادو مشکل یا ختم کړی، یا مو قانوني کړی وای څو په طبابت کې ځينې ګټه اخيستل شوی وای، او یا مو ورته نورې بديلې لارې لټولې وای خو ونه توانيدو چې دغه مشکل حل کړو.
امریکايي جنرال ويلي، د یادو اشتباهاتو په اړه له هيچا سره حساب نه دی شوی او ښه دا ده چې نور له افغانستانه راووځو.


















