لیکنـه : عاطف رشید
غربیـان په دې ښه پوهیدلی چی له عسکرې لوري دوئ هیڅ کله خپلو اهدافو ته نه شي رسیدلای، که بیا چیرته په یو هیواد یرغل هم وکړي، پوهیږي چې یو وخت به خامخا له دې ځایه تیښتې ته اړ کیږي، نو دوئ مجبـوراً د یوه هیواد تسخیر کولو لپـاره له فکري جګړې څخه کار اخلي، تر څو د هغـه هیواد خلک په خپل رنګ کې رنګ کړي او په فکر، عقیده کې د ده او د هغه ترمنځ کوم توپیر نه وي.
که اسلامي امت ته یو ځغلنده نظر وکړو، ټول د غرب لخوا په فکري جګړه کې شکست خورده دي، د غربیانو او زیاتره اسلامي ممالکو په رواج او کلتور، عنعناتو او لباس کې هیڅ فرق نه لیدل کیږي، ټول ځوانان او ښځـې او …. مو د غربیانو په رنګ، رنګ شوي علاوه لا دا چې اسلامي لباس او کلتور ورته شرم او عار ښکاري .
غربیان د فکري جګړې د پرمخ بیولو لپاره ډیر وسائل او لارې چارې لري، یو له هغو وسائلو څخه ډیره مهمه وسیله رسنۍ دي، چې د رسنیو له لارې دوی څنګه د خلکو فکرونه او ذهنونه اخلي او خپل پلیت فکر د بدیل په شکل په ډیر مزخرف ډول باندې ورتحمیل کوي.
نړیوال استکباري ځواکونو کله چې په افغانستان یرغل وکړ، نو د عسکري جګړې په نسبت یې فکري جګړه ډیره ګرمه وساتله، چې د جګړې ټول ګرمایش د رسنیو په غاړه و، رسنیو د تلویزون، رادیو، اخبار او مجلو … له لارې په مسلسل ډول، شپه او ورځ د دې جګړې تنور ګرم ساتلی دي.
د یوې سروې له مخـې امریکایانو افغانستان ته په راتګ سره تقریبا څلور نیم زره موسسې راوستې وې، چې د دوی ټولو مسؤلیت د فکري جګړې د ډګر ګرم ساتل و او بس، د دوی هم ټولو زور او شور د رسنیــو په مټ ؤ.
دوی د رسنیو په مټ وکولای شول چې له امریکا ( د مثال په ډول امریکا غږ رادیو) او لندن څخه ( مثلا: بی بی سی راډیو) زموږ د لیرې پرتو هیوادوالو اذهان مغشوش کړي او ارزښـتونه یې سپک کړي، دغه راز کله چې یې په افغانستان یرغل وکړ ومو لیدل چې څومره د تلویزون چینلونه او په هره ولسوالۍ لسګونه راډیوګاني، اخبارونه، مجلـې د همدوئ په خدمت بوخت ول او دغه ډګر یې څومره ګرم ساتلي و .
دوی د رسنیـو په مټ زموږ تر هغو حیاناکو خویندو، میندو ورسیدل چې د ټکري پیڅکه یې هم چا نه وه لیدلې، دوی د خپلو پروګرامونو او سریالونو په مټ وکولای شول چې څه ډول ساده لوحې ښځې له نورو نامحرمو سړیو سره وتښتـي .
دوی وکولای شول چې په ډیر شور او زور سره د وطن اصلي بچیان څه ډول پردي غلامان ثابت کړي، لنـډه دا چې دوي وکولای شول چې سـپین څه ډول تور وښايي او تور څه ډول سپین …
موږ څو ځله له مسؤلینو وغوښتل چې د دغه توفان مخ باید ونیول شي ورنه زیانونه به یې پیړۍ پیړۍ وختونه واخلي، خو الحمدلله د شکر ځای دی چې غوښتنې مو ومنل شوې او ځواب مو مثبت تر لاسه کړ.
اخیره کې به دومره ووایم :
که رسنـۍ مهـار شوې، اشغال ختـم او د اشغال پاتې شوني به هم په ډیر ذلت کډه باروي ان شاءالله.


















