(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۴)
د افغانستان د چارو امريکايي متخصصين وايي، په داسې حال کې چې امريکا له طالبانو سره د اووم پړاو خبرې پيلوي بايد دا خيال له سره اوباسي چې طالبان دې په ډلو وويشي.
د امريکا مشهورې ورځپاڼې سټارز اينډ سټرايپس د افغانستان د چارو د متخصصينو له قوله ليکلي، چې له ډيرو کلونو راهيسې امريکا هڅه کوي د طالبانو یو قوت سره وويشي او د هغوی مؤثريت له منځه یوسي.
خو د یادې ورځپاڼې ته د افغانستان په چارو کې يوې امريکايي متخصصې اشلي جکسن ويلي، که تاسې د هغوی ويشل غواړئ نو دا کار به د هغوی د ماتولو په معنا وي خو که غواړئ طالبانو سره سياسي معامله وکړئ نو بايد هغوی متحد پاتې شي څو د همدغه معاملې د عملي کولو توان ولري.
د سرچينې په وينا، د امريکا دفاع وزارت ځينې متخصصين او مشاورين چې د طالبانو د ويشلو هڅې ناسمې ځکه دي چې بيا ورسره موافقه کولل ممکن نه وي خو ځينې نور بيا وايي چې پر طالب مشرتابه د فشار لپاره بايد طالبان وويشل شي.
دغه راز د نړيوالې پاليسۍ د مرکز مشر کامران بخاري وايي، امريکا ډيره هڅه کړې چې طالبان په ډلو وويشي خو تر اوسه يې دغه هڅې مؤثرې نه دي ثابتې شوي خو په وينا يې ځينې ځای کې يې کار کړی او یو شمير خفه طالبانو داعش ته مخه کړې ده.
ورځپاڼه ليکي، افغانستان کې د امریکا اوسنۍ ستراتيژي دا ده چې طالب مشران په نښه، پر هغوی هوايي حملې زياتې کړي ترڅو يې سياسي مصالحې ته مجبور کړي.
د يادنې ده، چې امريکا په افغانستان کې د جګړې له پيل راهيسې زياتې هڅې کړي او په دې ارتباط يې زياتې پيسې مصرف کړي څو د طالبانو واحد صف سره وويشي خو تر اوسه طالبان د یوه امير تر قوماندې لاندې خپلې چارې مخته وړي او د شنونکو په باور طالبان تر هغې زيات منظم دي چې په کومه سترګه ورته امريکا او سيمه ييز هېوادونه ګوري.


















