راټولوونکې: ډاکټر يوسف اکبري
هغه مترقي ټولنه چې غرب یې مدعي دی، هغه تمدن او ترقي، چې غرب یې زمونږ او نورې اسلامي نړۍ لپاره غواړي، یو ناشونی تصور دی؛ که په تاریخي لحاظ مونږ د فرانسې انقلاب ته اشاره وکړو، چې هغه څه باندې دوه سوه کاله مخکې تیر شوی دی، دې انقلاب درې ستر شعارونه درلودل چې هغه ورورولي، ازادي او مساوات ګڼل کیږي. له دې انقلاب نه مخکې غرب نه مترقي ټولنه پیژنده، نه متمدن و او نه یي دیموکراسي پیژنده او نه هغه څه چې اوس یی غرب مدعي دی. د فرانسې له انقلابه وروسته د ملګرو ملتونو نړیوالې موسسې په دې درې شعارونو یو څه نور هم ورزیات کړل. غرب په دې قانع شو، چې مونږ باید یوه مترقي ټولنه ولرو. خو په دې کې غرب خپله کلیسا(چې هغه د وحشت ډیره زړه بڼه وه) دومره تر اغیز لاندې راوستله او له هغې نه دومره باغیان شول، چې د مترقي ټولنې پر نوم هغوي حیوانیت ته ووتل او د فطرت ټول اصول یې تر پښو لاندې کړل.
هغوی ددیموکراسي د شعار پر زمزمه کولو دا کوښښ وکړ. چې خپل ټول حیواني اغراض پیاده کړي. دغه ټولنه، چې غرب جوړه کړې ده دا په حقیقت کې حیوانیت دی. دې ته مونږ ازاده یا مترقي ټولنه نه شو ویلې؛ ځکه دا د فطرت له اصولو نه کاملا مخالفه ټولنه ده. څښتن تعالی انسان ډیر د عزت خاوند پیدا کړی او د هغه د ژوند د تېرولو لپاره یې فطري قوانین او پر نسیپونه رالیږلي دي. که یو انسان دغه اساسات او قوانین له پامه وغورځوي. هغه ته بیا مترقي انسان نه شو ویلای. که مونږه غربي حکومتونه او ټولنې د تاریخ په اوږدو کې یا اوس په نظر کې ونیسو، نو هیڅ یو حکومت داسې نشو موندلای، چې هلته دې په خلکو کې پر خلکو باندې د خلکو حکومت وي.
د غرب ټول حکومتونه استبدادي حکومتونه دي او د خپلو هیوادونو د اوسیدونکیو استازیتوب نه شي کولای.البته د ټاکنو پر نوم چې کومې ډرامې هلته تر سره کیږي ، هغه د حاکمو ګوندونو او ځانګړو اقتصادي ټولیو پر ګټه تر سره کیږي؛ د هغوي قوانین او ضوابط ټول د څو پانګه والو په ګټه راڅرخي، هغوی که یو قانون ږدي. نو د یو شمیر ځانګړو وګړو او ډلو ګټې پرې خوندي ساتلای شي او څو کاله وروسته چي کله بیا بل استثماري ګوند واک ته رسیږي ، نوي چارواکي بیا د (constitutional amendment) له ادرسه د خپلو ګټو د تحقق لپاره د اساسي قانون په ځینو مادو کي ترمیم او تعدیل رامنځه ته کوي. ترڅو چه لویدیځوال ددیموکراسۍ له وحشي منګولو نه وی ژغورل شوي ، همدا لړۍ به تر نامعلومه وخته دوام لري.
پر ټولیزه توګه ویلای شوو، چې :
په غرب کې هیڅکله هم په خلکو کې د خلکو حکومت پر خلکو باندې نه جوړ شوی دی او نه یې هم غواړي ،
یاده دی وی چه داسلام له نظره حاکمیت یوازې د الله تعالی ځانګړتیا ده (لا حکم إلا لله) او ددیموکراسۍ له مفهومه: (په خلکو کې د خلکو حکومت پر خلکو باندې) دا معنا لري چې حاکم یوازې الله نه بلکې په یوه دیموکراتیکه ټولنه کې هر وګړی حاکم (إله – یا خدای) بلل کیږي. او دا په مطلق ډول یوه غیر اسلامي او غیر انساني پدیده ده ، خو څومره چې غرب ددیموکراسۍ (په خلکو کې د خلکو حکومت پر خلکو باندې) مدعي دی، په هماغه اندازه خپلې دې ادعا ته هم ژمن نه دی . یا په بل عبارت غرب وايې چي مونږ په خلکو کې د خلکو حکومت پر خلکو باندې غواړو خو دوی هیڅکله هم په خپل معاصر تاریخ کی داسی یوه ژوندۍ بیلګه نه شي وړاندې کولی ، دوی خو وایي یو څه او کوي بل څه. دوی ددیموکراسۍ تر شعار لاندې لکه څرنګه چې په خپلو ټولنو کې مطلق استبدادیت، فرعونیت، نمرودیت او بالآخره وحشت او بربریت ته لاره هواره کړې ده. دا پیروزینه یې په نورو بشري پرګنو هم کړې ده.
د بیلګې په توګه د عراق او افغانستان په اشغال کی تاسو وګورئ. چې ایا دلته د خلکو حکومت په خلکو کې پر خلکو باندې دی؟ په هره نیول شوې خاوره کې که مونږ وګورو، نو هیڅکله د خلکو حکومت پر خلکو باندې پر خلکو نشته؛ دا هسې تبلیغات دي، هدف یې د ښکیلاک ځواک پیاوړي کول، ملتونه تابع کول او د هغوی ټول امکانات او طبعي زیرمې پر خپله ګټه کارول دي وګورئ په خپله غرب کې له یوې خوا حکومتونو پریکړه وکړه. تر څو د امریکا تر مشرۍ لاندې خپل پوځونه عراق ته واستوي. د همدې حکومتونو تر نیمایي ډیرو وګړیو د لاریونونو له لادې ددې پریکړې مخالفت وکړ بیاهم حکومتونه د خپلو ملتونو د غوښتنې پر خلاف په امریکايي ایتلاف کې ورګډ شول.


















