کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۴ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د فلسطین د خپلواکې ادارې لومړي وزیر امریکا ته یوشمېر ګوتڅنډنې کړي اوخپلو مقدساتو ته یې کلکه ژمنتیا ښودلې.
دی وایي، امریکا دې هڅه نه کوي چې فلسطینیان د رشوت په بدل کې د خپلو غوښتنو منلو ته چمتو کړي.
نوموړي ویلي امریکا دې پر اسراییل فشار راوړي څو فلسطینیانو ته د هغوی حقه حقونه ورکړي او پر یاد هېواد له فشارونو نه لاس پر سر شي.
محمد اشتیه واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې لیکلي، امریکا له مودو راهیسي ددې په لټه کې ده څو په فلسطین او ګاونډیو هېوادونو کې د پانګونې په بدل کې پر فلسطینیانو خپلې او د اسراییلو غوښتنې ومني.
هغه زیاته کړې فلسطین د ټرمپ رشوت ته اړتیا نه لري، دوی د ازادۍ تر اخیستلو وروسته کولی شي خپل اقتصاد په پښو ودروي.
نوموړي زیاته کړې، که څه هم د فلسطین وګړي له ډېرې مودې راهیسي د اسراییلو له لوري تر سختو فشارونو لاندې دي خو دوی به په هیڅ صورت پر بیت المقدس معامله ونه کړي.
څه موده وړاندې امریکا اعلان وکړ چې خپل، د اسرائیلو او یوشمېر نورو غربي هېوادونو سفارتونه به بیت المقدس ته ولېږدوي چې وروسته بیا دفلسطینیانو ترڅنګ دنړۍ ټولو مسلمانانو کلک غبرګون وښود، اودایې دمسلمانانو په مقدساتو قصدي تېری وباله.


















