ايره ايره دی

أیيـــنه ماتـه ده تصـویـر پـکـې ایره ايره دی
د چا د ستړي ژوند تقدیر پکې ايره ايره دی

هغه چې زړه ېِ په مظلــوم ولس ونه دردېده
هغه غـلام دی او ضـميـــر پکـې ايره ايره دی

د زمـانـې يـوســف ازاد شـو زنــدان ونَړيـده
هتکړۍ ماتې شوې زنځير پکې ايره ايره دی

يواځې دا نه ده چِ زړه مات شو خبره خلاصــه
د ارمـانـونـو ستـر بهيـر پکـــې ایـره ايره دی

اوس مې له هجره کډه وړي دوصال کلي ته ځي
اوس دیـــدنونه دي تأخيــــر پکې ايره ایره دی

د چا ازار بــــه وي خوړلـي ” مستغفر ګربزه ”
سترګې هغه دي خــو تأثير پکې ايره ايره دی

مربوطه مطالب

Back to top button