د اپل کمپني اکثره محصولات ولې د (i) په تورې پیلیږي؟ په اړه دلته ولولئ

اپل کمپنۍ د تکنالوژۍ او د نړۍ په سطحه یو له مشهورو لویو کمپنیو څخه ده چې کلنی عاید یې اوس مهال د نورو مشهورو کمپنیو څخه څو چند زیات دی. دا کمپنۍ نه یوازې د سخت افزار (Hardware) په برخه کې تولیدات لري بلکې د پوستغالی (Software) په برخه کې هم د یادونې وړ او ډېرې ګټورې لاسته راوړنې لري. د نړۍ په سطحه د گرځنده ټلیفون ډېری کاروونکي د همدې کمپنۍ له iPhone محصول څخه کار اخلي.
د دې کمپنۍ نژدې ټول محصولات د i په توري پیلیږي لکه:
iMac
iPod
iTunes
iPhone
iPad
iOS
iCloud
iWatch
چې ډېر خلک یې په بېلا بېلو مانا وو سره تعبیروي، کله دا ویل کیږي چې د اپل کمپنۍ زیات شمېر محصولات کیدای شي په آسانۍ سره د لږ ټکنالوژي وړتیا په درلودلو سره یو څوک وکاروي، نو ځکه i په me سره تعبیروي او وايي دا زما د پاره جوړ شوی. ډېری نور کسان داسې وایي چې دا له (All in One) څخه اخستل شوې چې موخه یې د اپل په تولیداتو کې هرڅه په یوه ځای کې دي او د ډېرو نورو وسایلو کارونو سرته رسول یواځې په یوه وسیله کې سرته رسیږي، کېدای شي دا او نورې ماناوې هم ولري، خو دا به یې اصلي مانا نه وي، راځئ د دې مسئلې د سپړلو لپاره د سټیو جاب (چې هغه مهال د دې کمپنۍ لنډ مهاله مشر وو) هغه خبرې دلته راواخلو کومې چې په ۱۹۹۸ کال کې د iMac کمپیوټر د معرفي کولو پرمهال کړې وې:
“iMac د انټرنېټ له یوځایوالي او د Macintosh د ساده والي څخه منځ ته راغلی، موږ دا د دې لپاره خپل لمړنی هدف ټاکلی چې زمونږ مصرف کوونکو له موږه وغوښتل چې داسې یو کمپيوټر ته اړتیا لري تر څو انټرنېټ ته په آسانه ، ساده او چټک ډول سره لاس رسی ولري. [1] “.
سټیو جاب په ۲۰۰۰ م کال کې چې د دې کمپنۍ اوږدمهاله مشر شو خپل ځان ته د iCEO خطاب وکړ چې په دې ډول یې دا خبره بیا راژوندۍ کړه، خو بیا هم ولې د آی ( i ) توری؟

“زه غواړم ځانته هغه لقب انتخاب کړم کوم چې ماته یو ډېر مهم شی رایادوي او هغه انټرنېټ دی”. [2]

د Steve Jobs له پورتنیو خبرو داسې دا جوتیږي چې د دې کمپنۍ موخه له آی( i) توري څخه انټرنېټ دی نو :
iMac=internetMac
iPod=internetPod
iPhone=internetPhone
او همداسې نور.
پخوا انټرنېټ یوه ځانګړتیا وه او موږ به د ډیسکټاپ او لپټاپ کمپيوټرونو په مټ او د یوه Web Browser او یا یوEmail Client له لارې ورته لاس رسی درلود او کارولو به مو، ولې سټیو غوښتل ترڅو انټرنېټ په دې دوو څیزونوپورې نه وي تړلی بلکې موږ باید وکولای شو څو له نورو بیلابېلو لارو په ښه، آسانه او چټکه توګه له انټرنیټ څخه کار واخلو.
چې دا دي نن کولای شو انټرنېټ په زرهاوو طریقو وکاروو او د بیلابېلو اسبابو له لارې خپل معلومات د انټرنېټ پرمټ له یوه او بل سره شریک، هم غږي او یا هم په بېلابېلو ځایونو کې وساتو. او په دې توګه ویلای شو چې له دې وروسته انټرنېټ کومه ځانګړتیا نده.

دا هم شونې ده چې اپل خپلو نورو تولیداتو ته کوم نوی نوم پیدا کړي او یاهم دا لړۍ د خپلو نورو تولیداتو لپاره وغزوي تر څو له انټرنېټ
څخه استفاده په مختلفو طریقو سره پخپلو وسایلو کې سره ونغاړي.

مربوطه مطالب

Back to top button