تازه خبر! دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یو نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی

کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۴ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

یوشمېرسرچینو خبر ورکړی چې د امريکا د باندنيو چارو وزير مايک پومپيو نن په يو نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی او له یوشمېر دولتي چارواکو سره یې لیده کاته کړي.

دمایک پومپيو دسفر هدف که څه هم ندی په ډاګه شوی خو نوموړي هيله څرګنده کړې چې افغانستان کې د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې له طالبانو سره د سولې تړون وشي.

پومپيو له ولسمشرغني، اجرايه رييس ډاکټرعبدالله عبدالله او یوشمېر نورو چارواکو سره هم کتلي دي.

نوموړی په داسې حال کې داسفر کوي چې راتلونکو څو ورځو کې به دطالب او امریکايي ټیم ترمنځ اووم پړاو مذاکرات پیل شي.

څېړونکو له خپلو څېړنو وروسته راتلونکی پړاو برخلیک تاکونکی بللی، او له بعضو توافقاتو یې خبر ورکړی.

مربوطه مطالب

Back to top button